په غزه کې دواکمن ګوندحماس ډلې ويلي چې درفع په ښارکې دځمکې لاندې په کيندل شويو تونلونوکې دګازې چاودنو له امله نږدې شپږ تنه وژل شوي اوڅو نور ټپيان شوي دي .
اسرايلواومصرهغه مهال په غزه باندې خپلې پولې وتړلې کله چې په دوه زره اوم زيږديزکال دحماس ډلې دغه کار په خپله ولکې کې ونيوه .
دفلسطين په رفع ښارکې روغتيايې چاروکو ويلي دوژل شويوکسانو سربيره دوى ته څوارلس نورټپيان راوړل شوي دي چې ډيروکسانو يې سختي سوزيدنې درلودې .
راپورونه وايي اسريئلواومصرهغه مهال په غزه باندې خپلې پولې وتړلې کله چې دغزې واک حماس په خپل لاس کې واخيسته
له هغې وروسته په غزه کې ميشت وګړې دخپل اړتياوړ توکې دتونلونو له لارې له مصرڅخه ترلاسه کوي خواسرايلواو دامريکامتحده ايالاتونوپه مصرباندې فشار راوړي ترڅو دځمکې لاندې په کيندل شويوتونلونومخه ونيول شي ،.
اسرايل وايي ددغه تونلونو له لارې حماس وسلي ترلاسه کوي اوڅوځلې داسرايئلي الوتکولخوا تربريد لاندې نيول شوي دي .
دمګړۍ ديونيم ميلون په شاوخواکې ميشت وګړې په غزه کې خپل داړتيا وړتوکې دمصرله بازارونو څخه ترلاسه کوي .