دسولې دملي مشورتي جرګې دبهير او دغې جرګې ته دلازم تياري دنيولو په اړوند د حامد کرزي په مشرۍ دجمهوري رياست په ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې په دې غونډه کې چې حضرت صبغت الله مجددي، استاد برهان الدين رباني، حاجي محمد محقق، عبدالهادي ارغنديوال، موسی خان هوتک، استاد اکبري، انوارالحق احدي، سيدحامد ګيلاني، هدايت امين ارسلا، ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، پوهاند نعمت الله شهراني، فاروق وردګ، حبيب الله غالب ، محمد اسماعيل، حاجي دين محمد، عزيز الله لودين، صادق مدبر او څوتنو نوروګډون کړی و، دسولې دملي مشورتي جرګې دجوړيدو لپاره دلازم تياري دنيولو او داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون دغړو دمعرفي کولو په باب په هر اړخيز ډول غور او خبرې اترې وشوې.
ددغې غونډې په بهيرکې دسولې دملي مشورتي جرګې دجوړيدو چارواکو فاروق وردګ او صادق مدبر ددغې جرګې دجوړيدو لپاره دلازم تياري او دهغې دکاري اجندا په باب غونډې ته رپوټ ورکړ. دغونډې برخه والو درپوټ له آوريدو وروسته جرګې ته دتياري او دهغې دکاري اجندا په باره کې په هر اړخيزه توګه خبرې وکړې. دغونډې په بله برخه کې داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون دغړو دمعرفي کولو په باب خبرې وشوې او دغونډې برخه والو په دې اړوند خپلې نظريي د حامد کرزي شره شريکې کړې.