په لاهور كې درې پوليس په ګوليو ووژل شول او دوه نورسخت ژوبل شول
د راپورونو تر مخه د لاهور په سمن آباد سيمه كي هغه مهال درې پوليس ووژل شول او دوه نور سخت ټپيان شول كله چي په موټرسايكل سورو كسانو د پوليسو په چوكۍ باندي د ټوپكو ډزې وكړې او د موقعې له ځاى څخه په تېښته بريالي شوي دي.
د يادوني وړ ده چي د دې ښار د جمعې د ورځې په دوو جلاجلا پېښو كي د مړيو شمېر ۹۴ كسانو ته واوښت او دا هم ويل كېږي چي په لاهور او شاوخوا سيمو كي له پېښي سره په تړاو لرلو سره تر ۳۰۰ زيات شكمن كسان نيول شوي دي.