کور / تازه خبرونه / پکتيا:د ملي پوليسو او طالبانو تر منځ نښته سوې

پکتيا:د ملي پوليسو او طالبانو تر منځ نښته سوې

دپکتیا ولایت اړوند د پټان ولسوالۍ د ز یګاړ په سیمه کې د ملی پولیسو اودد ولت دوسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې دواړو لوروته مرګ ژوبله اوښتې دپکتیا د امنیې قوماندانې دامنیت آمر د نښتې پخلۍ کوی وایی چې نښته پرون دوه بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس وژل شوی او دیادې ولسوالې د امنیې قوماندان ټپی شوې او د پولیسو دوه موټر هم زیانمن شوی ، ده وسله والو مخالفینو ته د ګڼې مړګ ژوبلې د اړولو هم ویلی .بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چې په دغه نښه کې یې ۲۶ عسکر وته مرګ ژوبله اړولې او د دریو رنجر موټرو په ګډون د بهرنیانو دوه ټانکونه هم له منځه وړی . ده په دغه نښته کې د پنځو وسله والو طالبانو د ټَپیانیدو او یو تن وژل کېدو خبره منلې .