ذبيح الله مجاهد لراوبر ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي وسله والو يې تېره شپه د نورستان ولايت د برګمتال ولسوالي محاصره کړې وه او نن سهار ۸:۳۰ يې د ۱۱ پوليسو ، ۳ رينجر موټرو او زيات شمېر سپکو او درنووسلو سره نيولې ده ، نوموړی وايي چي په جګړه کي ۲۸ پوليس وژل سوي دي .
پر نوموړې ولسوالۍ د وړمه شپې راهيسي جګړه روانه وه ، تېره ورځ له سيمي او کابل څخه چارواکو ضد او نقيض خبرونه ورکول ، په سيمه کي چارواکو ويله چي مهمات يې پر خلاصيدو دي ، که ډير ژر تازه نفسي سرتيري او مهمات ورته ونه رسيږی ولسوالي يې له لاسه وزي ، بله خوا کابل تېره ورځ ادعا وکړه چي برګمتال ته يې سرتيري او مهمات ليږلي ، جګړه بنده سوې ده ، طالبان پر شا سوي دي . خو نن سهار د طالبانو په لاس د برګمټال د سقوط خبر لومړی د طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا رسنيو ته ورکړه سو . خو دولت تر اوسه په رسمي ډول د برګمټال د سقوط خبر نه رد کړی او نه يې تائيد کړی دی .
د يادوني وړ ده چي څو مياشتي مخکي د همدې ولايت په کامدېش ولسوالۍ کي هم ددولت او ناټو واکمنۍ سقوط کړی و . هغه سقوط چي جنرال مکرسټل تاکتيکي پرشاتګ وباله خو وروسته طالبانوپه کامدېش کي خارجيانو د قرارګاه او ولسوالۍ د نيولو ويډيو خپره کړه او ويې ښوده چي دولت او ناټو يې په زور د سيمي څخه تېښتي ته اړ کړي وو . د هغو ويډيو کليپونو څخه ځيني يې له لاندي لينک څخه ليدل کيدای سي .