دبغلان ولايت دسميزوچارواکو په خبره ددغو عملياتو موخه له سيمه نه د دولت وسلوالومخالفينو پاکول دي ، دبغلان ولايت والې منشې عبدالمجيدويب پاڼې سره په خبروکې وويل : چې تيره ورځ دتوحيديک عمليات دمرکزې بغلان په منګلوسيمه کې پيل شويدي هغه زياته کړه که څه هم په ياده سيمه کې دمخه هم عمليات ترسره شوي وو اوسيمه د وسلوالومخالفينوله شتون څخه پاکه شوي وه مګرپه دي وروستيوکې په ياده سيمه کې مخالفينوبيا فعاليت پيل کړي وو اودهغه په وينا دسيمې خلک مونږه ته راغلل اوشکايت کاوه چې سيمه نا امنه شويده . نوځکه تيره ورځ يوځل بيا دعملياتو لړۍ په ياده سيمه کې پيل شوه ، هغه دعملياتو دتلفاتو په اړه دمګړي څه ونه ويل خوڅرګنده يي کړه چې دياد کلۍ دتصفيه کولوپورې به عمليات دوام ولرئ . همدارانګه هغه زياته کړه چې په يادوعملياتوکې ملې اردو اوملې پوليس برخه لرئ ، هغه دبهرنيوځواکوونډې په هکله څه ونه ويل مګردلته په ډيرې عملياتو کې بهرنې ځواکونه هم دافغان ځواکونو ترڅنګ په عملياتو کې برخه اخلې.
خو له بل لورې د وسلوالوطالبانو وياند ديونامعلوم ځاي نه دټيلفون پرکرښه ويب پاڼې ته وويل: تير ورځ ماذديګر ناوخته 5 بجې دمرکزې بغلان د منګلونواباد اونورې په سيمه کې له داخلې عسکروسره په جګړه کې ديورنجرموټړ د ويجاړيدړ ترڅنګ 9 داخلې عسکر وژل دي . همدارنګه طالب وياند د 2 تنه وسلوالوطالبانو وژل کيدوخبره هم وکړه .
داپه داسې حال کې ده چې دتوحيد يو عمليات دبغلان دسمييزوچارواکو له خولې ډير وخت ځنډول شوي ووچې اوس بيا پيل شول .