نن راسره فکر د بدلون راپيدا شوی دی
ډېر ښه چې په مړي کې ژوندون راپيدا شوی دی
موږ مسلمانان د ابوبکر فلسفه لرو
نه يې منو بل که اپلاتون راپيدا شوی دی
نه مني غرور خو د ولس د شملې دنګ غرور
څوک لږ پخواني دي څوک پرون راپيدا شوی دی
کله چې دا خاوره ورکېدو ته رسېدلي ده
بيا پکې يو خړ غوندې پښتون راپيدا شوی دی
نور يې ګناهونه د وحشت تر بريد اوښتي دي
نور په دا ټولنه کې غبرګون راپيدا شوی دی
ډېر ښه يو ځل بيا جانانه ټينګې سترګې پټې کړه
بيا مې يوې سندرې ته مضمون راپيدا شوی دی
هېر يې کړه جلاله د نړۍ دغه وحشي جانان
هسې يې څېره کې نن راښکون راپيدا شوی دی