د پښتون نه يوڅو پوښتني ؟؟؟
له ډيرو وختونو راهيسى زما سره د پښتنود بد حالۍ په باره کى يوه پوښتنه موجوده ده،چى ددغى بدبختۍ څخه به د پښتون ولس لپاره د خلاصون کومه لاره غوره وى، زه کومى ځانګړى نتيجى ته ونه رسيدم، نو ځکه مى د ډير غور او فکر څخه وروسته لازمه وګڼله چى ستاسو درنو پښتنو د نظريو څخه ګټه واخلم او د حل يوه معقوله لار په ګډه سره ولټوچى ددى اوسنۍ بدبختۍ نه پښتون ولس څنګه خلاصولى شو.
که په يو حساب په سيمه کى د پښتنو پنځه زره کلن تاريخ ته نظر واچو راته ښکاره به شى چى زمونږ سيمه هميشه څه د سيمى د زورورو ځواکونو او يا هم د ليرى پرتوزبرځواکونو لخوا د حملواو تاړاکونو سره مخامخ شويده. که له بله طرفه د نن نه تقريبآ څه باندى دوه زره کاله پخوا تاريخ ته وګورو او د پښتنو ژوند په دغو دورو کى د څيړنى لاندى ونيسو، راته به معلومه شى چى پښتانه په هم دغه تير پير کى د رنګارنګ لوړو او ژورو سره مخامخ شويدي.
هر کله چى زمونږټاټوبى که هغه ګاونډى هيوادونه وو او يا هم د نړۍ زبر ځواک هيوادونه وو دي سيمى ته د تاخت او تاز او يا هم د ښکيلاک په نيت راغلي وو، د پښتنوژوند او سيمه يى د بد بختيو سره مخامخ کړى وه خو دلته يواځى همدا پښتانه وو چى د دغه متجاوزينو او چپاولګرانو سره د وطن د دفاع او ناموس د حفاظت په خاطر جنګيدلي دي چى دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده. بايد وويل شي چى دا سيمه يواځى همدغو پښتنو د خپلو وينو په ورکولو ژغورلى ده خو په ډير تآسف بايد وويل شى چى په اخر کى ګټه نورو کړى او بدبختى او وروسته پاتيوالى بيا هم د پښتنو په نصيب رسيدلي دي.
د نن څخه تقريبآ زر کاله پخوا پښتنو شاهانو په هندوستان او فارس کى لويى امپراتوري او پاچاهي جوړي کړي وي. چى لوى احمد شاه با با ددغوامپراتورانو اخيرنى امپراتور وو. د انګريزانو راتګ د هند نيمى وچى ته او د افغانستان د کورنيوجګړو او د اوتاج تخت وږي اميران ددى باعث شول چى د شلمى پيړۍ د پيل څخه هغه لوى افغانستان او امپراتورى په اوسنى افغانستان بدله شى، او هغه خو لا څه کوى چى اوس پښتانه يواځى د خپلى بقا لپاره لوڅي پوڅي کوي.
په دى اړه د ګرانو پښتنو ورونو او خويندو څخه په ډيردرنښت يو څو پوښتني لرم. درنو لوستونکو:١) ستاسو په نظر ايا پښتنو په دغه موده کى پرمختګ کړيدى او که وروسته روان دي؟٢) سيمه يى لويه شوي او يا وړه شويده، که وړه شويده د هغى علت څه دى؟٣) د سيمى او په نړيواله کچه يى عزت او وقار زيات او يا تنزيل شويدى؟٤) ايا د پښتنو د وروسته پاتيوالى علتونه دپښتنو ترمنځ بى اتفاقى او نه يوالى دى؟٥) ايا دا د پښتنو بى علمى او بيسوادى ده چى تر ډيره حده د علم او معرفت څخه ليرى ساتل شويدي؟٦) پښتانه څنګه کولى شى چى د اوسنيو شرايطو او بهير سره ځان عيار او جوړ کړى؟٧) د زمانى او وخت غوښتنو ته څنګه ځواب ووايى؟ ٨) ايا د پښتنو وروسته پاتيوالى ددوي اقتصادى، سياسى او يا هم څه نور عوامل لرى؟ ٩) ايا د پښتنو فزيکى يعنى بدنى “جسمانى” او دماغى جوړښت د نړۍ د نورو انسانانو سره توپير لرى؟١٠) ايا پښتانه يو سپيڅلى، مدبر، وطنپرست، ځواکمن او د تدبير خاوند رهبر ته په دى وخت کى اړتيا لرى، او هغه به ستاسو په نظر څوک وى؟ ١١) ايا پښتنو له پکار دي چى د نړيوال سياست سره ځان عيار کړي او د سياسى تدابيرو څخه کار واخلى؟ په دى اړه د لري پښتونخواه د صوفى شاعر رحمان بابا يو شعر لازم ګڼم.
په تدبير که د بيړۍ سورى بند نکړى دا تقدير دى چى بيړۍ به دى ډوبيږى
د لرى او برى پښتونخواه د هر لوستونکى څخه په ډير درناوى هيله لرم چى زما سره به په دى باره کى مرسته وکړى او خپل معلومات به راسره شريک کړي.په دى اړين وخت کى مونږ او تاسو ټول بايد د سالمى ګوت نيونى(انتقاد) څخه ويره او ترهه ونلرو او په ډير ورين تندى د يو بل خبرو ته غوږ ونيسو. که خداى مهربانه شى د اوسنى ناورين لپاره چى پښتون ولس ورسره مخامخ دى يوه معقوله لاره پيدا شى چى زمونږ راتلونکى کول(نسل) د نورو انسانانو په شان په دى خاورينه کره کى پرته له ويرى، تهديد او دپکي څخه د ژوند کولو جوګه شى. ستاسو تبصرو،نظريو، نيوکو او لارښوونو ته سترګي په لار يم.
ډېره ښه موضوع ده، خو که د مستعار نامه پر ځاى په خپل اصلي نامه دغسي موضوعات مطرح کېداى، وزن به يې ډېر ښه او لوستونکو به هم ډېر باور پر کولاى، دا چي ليکنه په مستعار نامه سوې ده اوس نو زه هم مجبوره يم چي په مستعار نوم هر نمبر پوښتني ته د خپل فکر او تحليل سره سم جواب ورکړم. (پوښتني په پورتنۍ ليکنه کي سوي دي، ما د نمبر په حساب جواب ورکړى دئ).
١ – که د پرمختګ معيار (علم) وټاکو، نو زما په نظر له انګرېزانو څخه د اعليحضرت امان الله شاه په مشرۍ د افغانستان تر آزادۍ وروسته پښتون قوم هيڅ پرمختګ نه دئ کړئ، هغه وخت يې هم د علم د پرمختګ مخنيوى کاوه، مکتب يې د کفر ځاله باله، باالخصوص د ښځو د تعليم سره يې کلک مخالفت کاوه، او له ډېره بده مرغه اوس هم پښتانه خپل ښوونځي په بمونو الوزوي، پلونه نړوي او روغتونونه ورانوي، د نجونو تعليم خو څه کوې، حتى نارينه شاګردان او استادان هم د جاسوسانو په تور اعداموي. (البته هغه وخت يې دا کار د انګرېزانو په اشاره کاوه او اوس يې د انګرېزانو د ايجنټانو په حکم کوي).
٢ – پښتانه د نفوس يا شمېر په لحاظ ډېر سوي دي، سره له دې چي اوس په افغانستان، پاکستان او هندوستان کي زيات شمېر پښتانه فاړسي، اردو او هندي ژبي وايي، خو له دې سره – سره بيا هم په خټه او ژبه پښتون د شمېر له مخي د اوسني تاړاک پر ناکردو سربېره چي پاليسي يې د پښتون په لاس د پښتون وژل دي، د شمېر له مخي ډېر سوي دي. خو جغرافيايي سيمه يې تر پخوا کوشنۍ سوې ده، که اوسنى افغانستان د معاصر افغانستان د بنسټګر لوى احمدشاه بابا د واکمنۍ له هغې سره د موقعيت په تناسب مقايسه کړو، د اېران اصفهان، د ازبکستان بخارا، اوسنى پاکستان او د هندوستان ځيني سيمي چي هغه مهال د افغانستان برخي وې، اوس يوه نسته. حتى د ډيورنډ په منحوسه کرښه يې پښتون قام داسي سره ووېشئ، چي له امله يې اوس د کرښي په دواړو اړخونو کي د پښتانه سر، مال او ناموس هم په امن کي نه دئ او د هيواد (افغانستان) اوسنۍ جغرافيايي نقشه يې هم د تجزيې له خطر سره مخ ده.
٣ – که احساسات او باټي پرېږدو، او رښتيا ووايو، اوسني پښتون ته د خپل جهالت، بې اتفاقۍ او سرټمبګۍ له وجي نه پخوانى برم ورپاته دئ او نه د پلار او نيکه د وختونو عزت، که زموږ پښتنو مدبر اسلاف را ژوندي سي هم به زموږ پر جهالت، بې اتفاقۍ او سرټمبګۍ باندي لعنت ووايي.
٤ – د پښتنو د وروسته پاتي والي تر ټولو علت همدا بې اتفاقي او بې علمي ده. (بيده پښتون پخوا دښمنانو پر غلجي او دوراني سره وېشلى وو، خو اوس د خپلي ناپوهۍ او بې غورۍ له وجي په هر (خېل) او هر (زي) کي پر ٦٥ پښو سره وېشل سوئ دئ، چي دا يې تر ټولو غټه بدمرغي ده). يوه بله نادوده لا دا هم پر زياته سوه چي پر لوى کندهار، لويه پکتيا، لوى ننګرهار باندي ووېشل سو، او تر ټولو خطرناکه پړاو يې د ژبي پر املايي ډول باندي اوسنى وېش دئ، چي له بده مرغه يو پښتون قام يې د ژبي د معياريتوب په پلمه سره وېشلى دئ.
٥ – که پښتون د علم سره مخالفت پرېنږدي، د معرفت او پرمختګ څرک به تر قيامت پوري هم ونه مني، (عجيبه خبره ده موږ پښتانه په دې شرمېږو، چي لور او خور مکتب ته ولېږو، خو پر دې بيا هيڅکله د شرم احساس نه دئ راته درېدلى چي د ناروغۍ او حتى د لنګون پر مهال مو خپله مېرمن او خور پردي پنجابي نارينه ډاکټر ته ور روانه کړې وي).
٦ – که د اوسنيو شرايطو څخه هدف په لراوبر افغانستان کي پښتنو ته ورپېښي بدمرغۍ وي، نو زما په نظر پښتانه دي له دې اوسنيو شرايطو سره ځان نه عياروي، بلکي اوسني شرايط دي د خپل ځان په ګټه بدل کړي، اصلاً خو د پښتون قام غټه ستونزه دغه ده، چي همېشه يې له بدلونونو او د بل له خوا د رامنځته سويو شرايطو سره ځان عيار کړى دئ، ډېر به ليري نه ځو که د معاصرو پښتونو تاريخ وګورو نو (ميرويس خان نيکه، لوى احمدشاه بابا، اعليحضرت زمانشاه، اميرشيرعلي خان، غازي امان الله خان او سردارمحمدداود خان) هغه مشران دي چي د پښتانه قام د بدلون فکر يې کړى دئ، نه دا چي د هغه وخت له شرايطو سره ځان عيار کړي، دوى هر يوه د خپل وخت د شرايطو د بدلون دپاره مټي رانغښتي ول او همدا علت دئ چي نومونه يې په تاريخ کي د دوو ورستيو امان الله خان او سردار داود خان له ځينو غټو اشتباهاتو سره – سره بيا هم په ښو يادېږي. او که اوسني پښتانه مشران هم د بدلون د راوستلو فکر ونکړي، په هيڅ وجه به د پرمختګ، هوسايني، نېکمرغۍ او خوشحالۍ مخ ونه ويني.، بلکي همدا اوسنى حال به مو وي او په خپل په خپل هيواد کي به د پرديو په سترګه راته کتل کېږي.
٧ – د پښتون د بدمرغۍ دوه اصلي علتونه، بې علمي او بې اتفاقي ده، که د دغو دوو خلاوو د ډکولو دپاره موږ پښتانه لاس په کار نسو، نو د زمانې او وخت هري غوښتني ته جواب به مو داسي پايلي ولري، لکه د انګرېزانو څخه تر آزادۍ وروسته چي مو د خپل هيواد د آزادۍ باني غازي امان الله خان د کفر په ټاپه له هيواده وشاړه، د شورويانو سره مو په سر او مال جهاد وکئ خو ګټه يې ګاونډيانو او امريکايانو يووړه او د اوسني مقاومت حال مو هم دا دئ، چي د هيواد د خپلواکۍ او اسلام په خاطر سرونه قربانوو، خو له ډېره بده مرغه ګټه يې بيرته هغه چا ته رسوو، چي موږ جهاد ورسره کوو .
٦ – که د اوسني جنګ يو علت د پښتنو غربت وبولو، بيا هم خبره د پښتانه بې علمۍ او بې اتفاقۍ ته درېږي، که موږ پښتانه علم حاصل نکړو، په سياست نسو پوهېداى، که د علم لاره خپله نکړو اقتصاد مو هم وده نسي کولاى.
٩ – د پښتنو جسماني او فزيکي جوړښت به د نړۍ د نورو انسانانو سره يا ډېر يا لږ توپير لري لا به يې نه لري، خو په دې کي هيڅ شک نسته چي پښتون د هر ډول سخت کار د ترسره کولو استعداد لري، د پښتون زوى ته چي هرچيري د علم او پرمختګ زمينه مساعده سوې ده، د بل تر هغې يې ژر پرمختګ پکښي کړى دئ، خو افسوس چي اوس د قلم او کتاب پر ځاى توپک او راکټ ورکول کېږي.
١٠ – پښتون يوه داسي مسلمان، هوښيار، عالم او په عين حال کي ملتپال (نشنلست) مشر ته اړتيا لري، چي دربه دره خاک په سر ، بې علمه او بې اتفاقه پښتون قوم پر ځان باندي راټول کړاى سي. د يووالي، علم او پرمختګ په لار کي يې دغسي احساسات راوپاروي، لکه اوس چي په توپ او راکټ له پردو سره جنګ کوي. دا چي دغسي مشر به څوک وي؟ جواب يې ځکه سخت دئ، چي تر اوسه هيچا نه دي ويلي چي دغه پوتنۍ وړتياوي لري او يا غواړي چي د پښتون قام مشري وکړي.
١١ – زموږ پښتنو غټه ستونزه دغه ده، چي سياسي تدبير نه لرو، او سياسي تدبير علم ته اړتيا لري، موږ پښتانه علم نه لرو.
زه هيڅ مستعار نوم نلرم. زه يواځى د لوى الله نه ويريږم. زما ټولى ليکني يواځى د پاچا په نوم په دعومجله، بينوا، لراوبر، بينوا او نورو کى په همدغه نوم خپريږى. خداى دى وکړى چى ستاسو قناعت حاصل شوى وى. په ډير درنښت. پاچا
محترم معوي/ميسور/هندوستان
زه پوه نشوم چه تاسو دا ځوابونه د کمو پښتنو پځواب لیکلی؟ که یو څه رڼایی واچاوی٠
په درنای ، خوشحال
د خوشحال په نامه د کوم ورور پوښتنه مي وليده، وايي دا جوابونه د کومو پوښتنو دي، فکر کوم اصلي ليکنه يې نه ده موندلې. دغه يې لينک دئ:
http://larawbar.com/detail.php?id=18517&date=2010-05-26&author=
کرزی او ړوند ملا عمر (پنجابی) دې دواړه ختم سی، دغو دواړو پښتنو پسې اخیستې ده، دغو دواړو بادار یو ده، د کوچیانو او بهسودو مسله د ګډ اتمر په مرسته کرزي رامنځته کړې ده ، په یاد وساتې چی افغانستان کښې ډېرې لویې کورنی جګړې راتلونکی دي……. دا ټول بېشرمه کرزی ده.
پښتانه یوازې دې ته خوشحاله دي چی ولسمشر پښتون دی یا شو………… خو دا کرزی د شاه شجاع نه هم پست او ناوړه انسان ؟! دی.