د نورستان مقامات وايي د دې ولايت د برګمټال په ولسوالي کي سخته جګړه روانه ده او له مرکزي حکومت څخه د مرستي غوښتنه کوي.
د بي بي سي انګليسي څانګي يو راپور د برګمټال د ولسوال په حواله وايي چي دغه طالبان د مولانا فضل الله په مشرۍ له افغان حکومت سره جنګېږي، چي تېر کال د پاکستاني پوځيانو له خوا خيبرپښتونخوا له سوات څخه وشړل سو.
د نورستان چارواکي وايي مولانا فضل الله دلته د ٣٠٠ طالب جنګياليو په مشرۍ پر ولسوالي باندي حمله کړې ده.
راپور وايي مولانا فضل الله د ٢٠٠٩ کال په نومبر مياشت کي بي بي سي ته منلې وه چي دى په افغانستان دئ.