کور / تازه خبرونه / وردګ : دانکشافي بودیجې ورکشاپ پرانیستل شو

وردګ : دانکشافي بودیجې ورکشاپ پرانیستل شو

د وردګو ولس دانکشافي بودیجې ترنامه لاندې دوه ورځني ورکشاپ پرانیستل شو.
په میدانښار کې دولایتي شورا غړو،د نهو ولسوالیوولسوالانو،سمیه یېزو شورامشرانواوددې ولایت د ادارو ریسانو ته دوردګو ولس دانکشافي بودیجې ترنامه لاندې دوه ورځني ورکشاپ چې له امله بې (۳،۶) میلیونه ډالر دایساف ځواکونوپه مالي مرسته د ولس لخوا د وړاندېزشوو پروژو په اړه د حکومت لخوا په مصرف ورسیږي پرانیستل شوو.
غونډې ته په ویناکې دولایت والي محمدحلیم فدایي وویل دتیر څو لسزیزو په ترڅ کې زموږ معنوي او فزیکي شتمنۍ لمنځه وړې دې نو حکومتي ادارې ددې جوګه ندي چې ولسونو ته موثر خدمتونه وړاندې کړې چې له امله د دولت او ملت ترمنځ واټن رامنځته شوې دی، نو اړینه ده چې د هرڅه دمخه د دولتي ادارو دکارکوونکو ظرفیتونه لوړکړو.
ښاغلي فدایي دغه ورکشاپ پرانیسته خورا اړینه ووبلله اوزیاته یې کړه چې دایساف ځواکونو سره مو په ګډه د شفافیت په موخه د (۳،۶) میلیونه ډالره دولایت په نهو(۹) اداري واحدونو کې دنفوسو پراساس پیسې ځانګړې کړې چې دولسونو په مشوره او وړاندیز به پروژې دولایت والي اوپه ولسوالۍ کې دولسوال تر څارنې لاندې پلې شي، ښاغلي والي نوموړې ورکشاپ د اوږدمهاله انکشاف لپاره یو فرصت وګڼلوو چې له امله بې خلک او دولت پدې وتوانیږي چې موثرې پروژې په شفاف ډول عملي کړي.
همدارنګه ښاغلي فدایي په نهو(۹) اداري واحدونو کې پیاوړې شوراګانې درلودل،ولسوالیو په کچه ریښتنې او دخلکو په خوښه پلانونه جوړول او په ټولو ولسوالیوکې دامنیت لپاره هڅې ګړندۍ کول د ورکشاپ مقصدونه وبلل. او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دوه ورځو په جریان کې د نوموړې پروسې په اړه معلومات زده او دبریالیتوب تربریده یې ورسوۍ.