کور / تازه خبرونه / سږ کال به ختيځ ولايتونه ٩٠٠ ټنه ميوه توليده کړي

سږ کال به ختيځ ولايتونه ٩٠٠ ټنه ميوه توليده کړي

د متحده ايالتو دولت د ايډيانيو پروګرام په مرسته به په ختيز افغانستان کې نږدې درې سوه هکتاره د مېوو باغونه د مېوو ټولولو د موسم په اوږدو کې، چې د روان کال د غويي په لومړيو کې پيل شوی او د جدي تر لومړيو به دوام ولري، د زردالو، انارو، امروتو، مڼو، بادامو او ستروسو په ګډون۹۰۰ ټنه د پلورلو وړ مېوه توليده کړي.

د ننګرهار، کونړ او لغمان په ۲۸ ولسواليو کې د شتو باغونو مېوه به سکال د سيمې څه باندې ۲۰۰۰ کورنيو ته نږدې ۲۷ ميليونه افغانۍ (۵۶۲۵۰۰ امريکايي ډالره) عايد برابر کړي.

پدې موخه چې د مېوو ټولولو په روان بهير کې بڼوال خپلې مېوې مارکېټ ته خوندي ورسولای شي، ايډيانيو به د ختيزې سيمې مېوو توليدونکيو ټولنې ته په نيمايي قيمت۵۰۰۰۰ کرېټونه ورکړي او هم به د دې ټولنې بڼوال د ختيز او مرکزي افغانستان له ولايتي او ملي مارکېټونو سره ونښلوي.

د ختيزې سيمې د مېوو توليدونکو ټولنې مشر، حاجي غلام صديق زهير وويل: ((په تېرو څو کلونو کې زمونږ باغدارانو د مېوو ټولولو، سورتولو، درجه بندي کولو او بسته کولو په برخو کې ډېرې روزنې اخيستي. که موږ خپلې مېوې پدغو کرېټونو کې، چې ايډيانيو به يې راکوي، مارکېټ ته انتقال کړو، قيمت به يې ان شا الله دوه چنده لوړ شي.))

پدې ټول بهير کې به د کليوالي سيمو سلګونه اوسېدونکيو ته د مېوو ټولولو او بسته کولو له لارې لنډمهاله کارونه پيدا شي چې د دوی ورځني عايدات به ورسره لوړ شی.

په سيمه کې د مېوو په توليد کې زياتوالی د ايډيانيو د تخنيکي مرستو له برکته دی. دا تخنيکي مرستې شاخبري، اوبه لګول، د باغونو نخچه کول، د آفاتو تنظيم، د مېوو ټولولو پر مهال او وروسته تر مېوو ټولولو لارې چارې رانغاړي، چې کروندګرو ته په کليوالي او د ولسوالۍ په کچه د سلګونو روزنيزو غونډو په ترڅ کې ورښوول شوي دي .

په تېرو څلورو کلو کې د يوسېډ پروګرامونه پدې سيمه کې د باغونو سکتور پر وده بوخت دي. يوسېډ په ۱۳۸۶ کال کې په ختيز افغانستان کې د مېوو توليدونکيو لومړنۍ ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه چې د دې ټولنې غړي د دې جوګه کړي چې چې له يو بل سره له نږدې کار وکړي، د خپلو روزنيزو اړتياو، وسايلو او توکو لپاره مالي امکانات ولټوي او د نورو مرستو د ترلاسي لپاره خپل غږ پورته کړي.

د يوسېډ د پخوانيو کمپاينونو په ادامه، د ۱۳۸۸ کال په وروستيو کې ايډيانيو د ختيزې سيمې د ۲۶ ولسواليو بڼوال د دې جوګه کړل چې پر ۳۰۰ هکتاره کرنيزه زمکه ۲۵۰۰۰۰ مېوه لرونکيو او ځنګلي بوټي وکري.

ايډيانيو هڅه کوي چې له کروندګرو سره د لوړ کيفيته مېوو په توليدولو کې مرسته وکړي، له عصري کرنيزو لاروچارو سره يې اشنا کړي او له سيمييزو او ملي بازارونو سره يې ونښلوي چې کرنيز توليدات يې زيات او کروندګر تر پخوا ډېره ګټه تر ګوتو کړي.