کور / تازه خبرونه / ايتلاف: په پکتيا کي د القاعدې غړى ووژل سو

ايتلاف: په پکتيا کي د القاعدې غړى ووژل سو

د امريکا د سي، اين، اين ټلوېزون د ايتلافي ځواکونو په حواله خبر ورکړ چي په پکتيا ولايت کي يې نن سهار د القاعدې يو افغان غړى په وسله واله نښته کي وژلى دئ.
راپور وايي دغه کسان په يوه کور کي سره را غونډ ول چي ايتلافي ځواکونو حمله پر وکړه، نښته رامنځته سوه او د القاعدې غړى له څو ملګرو سره ووژل سو.
په راپور کي د دې کس نوم نه دئ اخيستل سوئ، خو اکثره وخت چي امريکايي ځواکونو د القاعدې او طالبانو په نوم په کورونو کي خلګ وژلي وي، تر څېړنو وروسته معلومه سي چي هغوى د القاعدې او طالبانو ملګري نه بلکي ملکي کسان وي.
د امريکايي ځواکونو د دې ادعا په هلکه افغان حکومت هم تر اوسه څه نه دي يولي.