کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ټایمز:

زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پیل او په افغانستان کې د سولې د څرنګوالي په اړه مقالې او مضمونونه لیکلي.

په لندن کې خپریدونکې ټایمز ورځپاڼې د مسالې په اړه لیکلي، د سولې د ملي مشورتي جرګې هدف له مخالفانو سره د مذاکرو لپاره د شرایطو او چوکاټ برابرول دي تر څو مقابل لوری هم وکړای شي د خبرو لپاره خپل شرایط وټاکي.

ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ناټو قوماندان جنرال سټینلي مککرېسټل د سولې د ملي مشورتي جرګې ملاتړ کړی او په دې باور دی، چې جګړه د افغانستان د راتلونکي لار نه ده.

ورځپاڼه زیاتوي، په سیاسي هلو ځلو سربېره، د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه زیار باسي د جګړو په ډګرونو کې د طالبانو ټیټ پوړې غړي د مالي امتیازاتو، کارونو او بخښنې په واسطه جزب کړي.

د دې کار لپاره د لندن په کنفرانس کې د ۱۶۰ میلونو ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

خو یو شمېر څیړونکي په دې باور دي، چې په دې کار سره ممکن ځیني نور کسان و هڅول شي چې له طالب وسله والو سره یو ځای شي او وروسته بیا پیسي او امتیازات تر لاسه کړي.

ټایمز وړاندې لیکي، د طالبانو په لیکو کې یو شمېر کسان د مفکورې په اساس ولاړ دي او هغوی د پیسو پواسطه نه شي پیرل کیدای، دا شمېر کسان یوازې د خپلو مشرانو اوامر او هدایت مني.

ټایمز لیکي، د دې ډول کسانو د فکرونو د جلب لپاره یوه لار شته او هغه دا چې د سولې سیاسي عملیه تقویه شي او عملي بڼه غوره کړي.

په داسې یوه حالت کې به مخالف لوري هم د حکومت او نړیوالې ټولنې صداقت درک کړي او خبرو ته به زړه ښه کړي.

د ورځپاڼې په باور د سولې ملي مشورتي جرګه چې دا مهال په کابل کې جوړه شوي که چیرې په همدې مسیر عملي حرکت وکړي هغه مهال به دا جرګه هم یو ګټور او بریالی اقدام وي.

ګارډین:

په انګلستان کې بلې خپریدونکې ورځپاڼې ګارډین هم د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکلې او د سولې ملي مشورتي جرګي سره کومه رابطه نه لري.

ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو کې په افغانستان باندې فشارونه زیات شوي، هر څومره ژر چې ممکن وي د امنیتي چارو مسولیت باید په خپله غاړه واخلي.

ګارډین لیکي، دا فشارونه د انګلستان له خوا چې تازه یې په هلمند کې د اییتلافي ځواکونو قومانده په غاړه اخیستې، زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د انګلستان پوځیان چې د دفاع وزیر هم په کې ګډون لري، غونډې کوي او غور کوي چې څنګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو توان زیات کړي تر څو له دې هیواد څخه د بهرنیو عسکرو د ایستلو لپاره لار هواره شي.