شعر او شاعر د پوهانو له انده
نقيب احمد اتل
که په ځينو ټولنو کې شاعر ته په ټيټه سترګه کتل کېږي، خو په ځينو کې بيا شاعر ته دولس ژبه او ترجمان ويل کېږي. دنړۍ په هرهېواد اوهر پېر کې داسې شاعران تېر شوي، چې تر ننه يې په خپله ټولنه او يابله ټولنه کې يوشمېر بيتونه د کاڼي کرښه بلل کېږي.همدا لامل دى،چې په نړۍ کې ډېرى پوهان د شعر او شاعر په اړه چپه خوله نه دي پاتې شوي او د شعر او شاعر په اړه يې خپل نطر څرګند کړى. مخکې تر دې چې د شعر په اړه دپوهانو نطرونه ولولو غوره ده، چې په مانا يې پوه شو. شعر عربي کلمه ده، چې دعبراني ژبې له شير نه اخيستل شوې او په اصل کې د سندرې په مانا ده.زه تاسې ته د نړۍ د يو شمېر پوهانو هغه ويناوې مخ ته ږدم چې د شعر يا شاعر په اړه يې کړي، خو لومړى به د اسلام د ستر لارښود محمدص ده مبارکه وينا ولولۍ چې دشعر په اړه يې کړې.
خپلو بچيانو ته شعر ورزده کړئ، شعر يې ذهن پراخوي او زړورتيا وربښي. حضرت محمدص
شعر په طبعي چاپېريال کې د يوه انسان لپاره د ذهني حالت زېږنده ده. رضا براهني
څوک وايي هغه موزون کلام دى، چې دانسان په احساساتو او عواطفو کې تحريک پيداکوي، ځيني نور بيا وايي هر کلام چې دغه کار کولى شي وزن او قافيه ولري، بيا وايي چې نه هر څه چې په زړه اثر وکړي شعر دى. الفت صيب
د اپلاتون په اند شعر نقل بلکې د نقل نقل دى، ځکه کم ارزښت لري، خو بل ځاى بيا وايي چې شعر يوه اسماني تحفه ده. پلاتون
شاعر له حقيقت نه دوه ځلي لرې کېږي. اپلاتون
شعر نقل دى، خو توپير يې دادى چې انځورګر يوازې تش انځور رسموي او شاعر د هر ډول خيالاتو، جذباتو او احساساتو انځور رسمولى شي. ارسطو
هر ډول مخيل کلام که وزن ( ايقاع-ريتم ) ولري يا يې ونه لري شعر دى. ارسطو
شعر هغه وينا ده چې په زړه کې هيجان پيدا کوي. ارسطو
ځيني وايي چې شعر سحر دى په خپل تخليقي منطق هغه چارې سرته رسوي، چې د ارسطو منطق او استدلال پکې بې وسه وي، دشعر سحر او جاود هر چامنلى تردې چې د روم وګړيو به شعر او جادو دواړو ته د کاريينا کلمه کاروله او يونانيانو به هم د ODE کلمه د جادو او شعر په مانا کاروله.
هغه چې په شعر نه پوهېږي په ماغزو کې يې ژمى دى. محمد حجازي
شعر وېده اروا راويښوي او فکر رښتيا پېژندلو ته چمتو کوي. شيلي
شعر د بشري پوهې يوه برخه ده. بيکن
رښتينى شاعر د بشر ښوونکى او شاعري لوړ هنر دى. کانت
دسترو شاعرانو په شعرونو ستر شاعران پوهېږي. تورو
شاعر د ژوندانه له زهر لړليو شونډو نه شات څڅوي. ويليام
شعر چې له موسيقۍ نه بېل شي وچېږي. ازراپاوند
شعر د اوچت هنر يو ډول دى، له همدې امله تلپاتې ښکلا ښه څرګندوي. ګوزن
شاعران د نړۍ ناپېژندل شوي قانون جوړوونکي دي. شلي
الله تعالى شاعر رالېږلى. چارلز وسلي امرسن
بدمرغه او ځوريدلي خلک په خوارۍ او ماتې کې شعر ته مخه کوي او هغه څه چې له غم او کړاوه زده کوي په خپلو شعرونو کې يې نورو ته ښيي. شللي
موسيقي خوندور هنر دى، خو څه نه رازده کوي، هغه څه چې د انسان ارواته خواړه ورکوي او زده کيدونکى دى شعر نومېږي. شللي
شاعران د بلې هرې ډلې په پرتله ډېر د خلکو د عقل او عواطفو واګې په لاس کې لري. امام باستاني
څوک وايي چې شعر علم دى، څوک وايي علم نه دى هنر دى ا وځيني بيا وايي چې د علم او هنر په منځ کې يو ډول پوهه ده، تردې دمه چا دې نظرونو ته قانع کوونکى ځواب نه دى ويلى.
دوه منطق پوهان خواجه نصير طوسي او ابن سينا وايي شعر مخيل کلام دى.
شعر د طبعيت تقليد يا تمثيل دى. ارسطو
د شعر غرض تخيل دى. نصير طوسي
که تصادف په پام کې ونه نيسو، نو شعر له وظيفې يا حقيقت سره سرو کار نلري. اډګار الن پو
شعر د قوي احساس تخيلي څرګندونه ده او معمولاً اهنګواله ده د چوپتيا په حالت کې د قوي احساساتو د طغياني حالت راټولونه ده. ووډ زورت
د شعر خاص او مستقيم هدف خوند دى او په بهترين قلم سره د بهترينو کلمو پيل دى. سامويل
مطلق شعر په جذباتي او اهنګواله ژبه د بشري فکر مشخصه او هنري څرګندونه ده. ټيورو واټس
شعر موزيکال فکر دى. کار لايل
يو واقعي نظم د تجربو تسلسل دى کله چې موږ هغه په شاعرانه توګه لولو د اوازونو، تصويرونو، فکرونو او جذباتو له تعبير څخه تېرېږو. انډرو براډلي
شعر يوه ژبه ده چې په زيات يا کم هيجاني ډول سره هغه څه وايي چې ويل کيداى نه شي، هر شعر که لوى که کوچنى وي همدغه کار کوي. ايډوين ارلينګټن رانيس
په شعر کې د لفظ مانا له هغه څه نه چې په قاموس کې يې راوړې پراخه ده او دبيان قدرت يې زيات دى. پ ګوري
ښه شعر مانا نه لري. ابوالمعاني بيدل
شعر نه دى دا خوناب د زخمي زړه دى يا وتلى دستي دم د خولې د مړه دى
يا د وينو اباسين وهلى موج دى ياله ښاره د حيرت وتلى فوج دى حميد مومند
شعر بې له خپل ځانه بل هدف نه لري او نه يې شي لرلى. شارل بودلر
شاعر اوسه حتى په نثر کې
شعر بايد د اړتياو او معيارونو تابع نه کړو، د ګلاب ګل څوک ددې لپاره نه خوښوي چې دهغه اوبه د سترګو د درمل په توګه استعماليدى شي، بلکې ددې لپاره يې خوښوي چې ګلاب ښکلى دى او ښکلا په خپله يو ارزښت دى. دوګورمون
نه د دنيوي لمسون لپاره، نه د دنيوي حرص او دنيوي مبارزې لپاره، بلکې د خوږې سندرې لپاره، د الهام لپاره، شعر د دې لپاره دى چې شاعر دنيا ته راغلى. پوشکين
موږ لايتناهي فضا په يوه لوېشت کاغذ کې ځايوو او دزړه له دوو ګوتو فضا نه سيلاب رابهوو. چيني سردارلوچي
د شعر هدف په ملت کې د روښنايې خپرونه ده. اوګولت باربيه
ښايي چې د شعر ا وشاعر په اړه نورو ډېرو پوهانو هم نظرونه ورکړي وي، خو ما چې په کومو کتابونو کې د پورتنيو پوهانو نظرونه لوستي ول همغه مې ستاسې مخته کېښودل.
سرچينې
شعر پېژندنه: روهي محمد صديق
پلوشې : دريځ امين الله
ادبي څېړنې: روهي محمد صديق
منشور : سالک مصطفى
د ادب مطالعه: پروېز اطهر
د ادب د تيورۍ اساسونه: شينوارى دوست
ادبپوهنه: هاشمي سيد محى الدين