کور / تازه خبرونه / کراچي:پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتو پر وژلو مظاهرې پيل کړي دي

کراچي:پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتو پر وژلو مظاهرې پيل کړي دي

په کراچۍ کښې د پښتنو په وژلو پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ملک او د ملک نه بهر په مختلفو علاقو کښې لاريونونه کړي دي.لکه کوئټه،پيښور،بنو،کرک،کراچۍ،پشن،لورلايي او دغه سي د ملک په نورو حصو کښې هم لاريونونه کړي دي.
تيره ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په جنوبي پښتونخوا کښې په مکمله توګه هړتال هم وشولو.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کراچۍ د شهيدانو د پاره د مغفرت دعا ګانې وکړلې.او دا يې زياته کړله چې دا واقعات د ١٢ مئ د واقعاتو يوا لړۍ وه.دا هاغه پښتون دوشمنه زهنيت دى کوم چې د پرويز مشرف په وخت کښې هم په ١٢مئ کال٢٠٠٧ کښې په کراچۍ کښې پکار شوى وؤ.او پښتانه يې په ډيره بې رهمۍ سره شهيدان کړي وؤ.پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا تور په ښکاره په ايم کيو ايم لږوي او دا تنظيم د اي ايس اي کارنده بولي.پښتونخوا ملي عوامي ګوند د حکومت نه مطالبه کوي چې ايم کيو ايم دې يو دهشتګرد تنظيم وګررزولى شي او د هاغه ټول ليډرشپ دې ګرفتار کړى شي.او په دې تنظيم دې پابندي ولږول شي. او دا مطالبه کوي چې سپريم کورټ دې پخپله باندې د ١٢ مئ او د دې واقعاتو تحقيقات وکړي.او د دې د پاره دې يو کمېسون جوړ کړي.چې د هاغه واقعاتو معلومات وکړي.