د حج او اوقافو د پخواني سرپرست وزير صديق چکري ملګرى او د دې وزارت مالي مسئول محمدنور د محکمې له خوا په ١٥ کاله بند محکوم سو.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي قاضي د حکم تر اورولو وروسته ورته ويلي چي نوموړى کولاى سي په ستره محکمه کي د ځان دفاع وکړي.
محمدنورپروسږکال د حاجيانو په پروسه کي د مکې شريفي څخه د راتګ پر مهال په کابل هوايي ډګر کي د ٣٦٢٠٠٠ ډالرو سره ونيول سو چي د نوموړي په وينا دغه پيسې يې د صديق چکري دپاره راخيستي وې.
د افغانستان لويي څارنوالۍ پر صديق چکري باندي باندي څو مياشتي دمخه د فساد تور ولګاوه، خو نوموړى له افغانستان څخه وتښتېدئ او اوس په لندن کي اوسېږي.
پر صديق چکري باندي تور دئ چي د هر افغان حاجي پر سر يې ١٥٠ ډالره رشوت (ټول څلورنيم ميليونه ډالره) رشوت اخيستى دئ.
ښاغلي چکري که څه هم خپل ځان پاک بللى دئ او مياشت دمخه يې وويل چي ژر به افغانستان ته ستون سي او د ځان دفاع به وکړي، خو لا اوس هم په لندن کي اوسېږي.
بلي خوا ته د هغه د وزارت نيول سوي مالي مسئول محمدنور د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي دى نه پوهېدئ چي صديق چکري دغه پيسې څه په کولې، خو دا پوښتنه بايد د چکري او د ولسمشر کرزي د دوهم معاون استاد محمدکريم خليلي څخه وسي، چي په وينا يې هغه هم په دې معامله کي له صديق چکري سره شريک وو.
د افغانستان لويي څارنوالۍ تيره مياشت وويل چي د انټرپول يا نړۍ والو پوليسو څخه يې د صديق چکري د نيولو غوښتنه کړې ده، خو دا يې ونه ويل چي د استاد خليلي څخه يې هم په دې هکله تحقيقات کړي دي که يا.؟