د المان په هيواد پوري اړوند د مسافرو يو اوګوټ هغه مهال په بېړنۍ توګه له سپرليو خالي سو چي په منځ کي يې اور ولګېدئ .
د راپورونو له مخي تر اور لګېدني وروسته اوګوټ د ناروې په يوه بندر کي خالي سو، خو د مرګ ژوبلي په هکله تر اوسه معلومات نه دي خپاره سوي.
راپور وايي په اوګوټ کي ټول ٦٠٠ کسان سپاره وو، چي ٢٥٠ يې عمله او ٣٥٠ تنه مسافر وو.
د المان حکومت وايي په اوګوټ کي د اور لګېدو د علت په باب يې څېړني پيل کړي دي.