کور / شعر / نوى غزل

نوى غزل

په لاسونو كې يې بم دى بل شى نه دى
دا سړى زموږ د كلي سړى نه دى
څه اسانه يې كړې وران بيرته يې جوړ كړې
دا مې زړه دى څه د شګو كورګى نه دى
څنګ انسان يم؟ د وطن خلكو ته ګورم
چاودېدلى مې تر اوسه زړګى نه دى
بيا په دې كلي كې څوك په لمبو سوځي
دا لوګى د تنورونو لوګى نه دى
د سروش په مينه هيڅوك باور نه كړي
خلك وايي لا ماشوم دى زلمى نه دى

يادونه: د غزل قافيه او رديف او يو نيم بيتى مې د اغلې ندا ساپۍ له (پوښتنه) ازاد نظم نه اخيستي