کور / تازه خبرونه / په غزني کي د زدکوونکو د وژني پر ضد ماتم اعلان سو

په غزني کي د زدکوونکو د وژني پر ضد ماتم اعلان سو

د غزني ولايتي شورا وروسته له هغه په دې ولايت کي د ماتم اعلان وکړ، چي وسله والو طالبانو شاوخوا لس تنه زدکوونکي دولت او خارجيانو ته د جاسوسۍ په تور ووژل.
د غزني د اندړو ولسوالۍ طالبانومخکي ويلي وو چي دا کسان يې د جاسوسۍ په تور وژلي دي، خو د غزني ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا وکيلان وايي هغوى د ښوونځيو عادي زدکوونکي وو، او په اندړوولسوالي کي خپلو کورونو ته په رخصتۍ تللي وو.
بايد وويل سي چي د طالبانو رسمي وياندويانو ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي تر اوسه پر دې پېښه حال پلن اچولى دئ.