د بلوچستان ايالت د مرکز کوټي ښار عبدالستار روډ او لياقت بازار وروسته له هغه د احتجاج په توګه وتړل سو، چي وسله وال کسانو د يوه زرګر زوى وتښتاوه.
د کاشف په نوم د افتخار احمد زرګر زوى پرون په کاسي روډ کي نامعلومو وسله والو تښتولى وو، چي د احتجاج په توګه د دواړو بازارونو زرګرانو خپل دکانونه ورسره وتړل.
ځايي پوليس وايي د تښتول سوي هلک د موندلو هڅي يې پيل کړي خو تر اوسه يې په دې تور څوک نه دي نيولي.
د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي له تيرو دوو کلونو راهيسي ترورونه، چاودني او د پيسو په مقابل کي د ماشومانو او سوداګرو تښتوني تر بل هر وخت ډېري سوي دي.