د غزني ولايت امنيه قومندان محمدنبي پتنګ نن د يکشنبې په ورځ د طالبانو په يوه وسله وال بريد کي وژل سوئ دئ.
د غزني چارواکي وايي طالبانو نوموړي ته په لاره کي کمين نيولى وو، چي تر يوې وسله والي نښتي وروسته د قومندان پتنګ پر وژلو توانېدلي دي.
د غزني د اندړو په ولسوالي کي طالبانو پرون اووه تنه د جاسوسۍ په تور هم وژلي وو، خو ولايتي چارواکي وايي هغوى د ښوونځيو بېګناه زده کوونکي دي.