طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يونامعلوم ځاي نه دټيلفون پرکرښه لراوبر ويب پاڼې ته وويل چې د الفتح عملياتو په لړ کې دتخار ولايت د چاهاب ولسوالې دقزبلاق سيمه کې په پوليسو بريد ترسره شوي چې دهغه په وينا په دغه بريدکې يوسرتيرې وزلې او3 پوليسان ټپيان شوي دي . خو د تخارولايت مقاماتو په خپلوخبروکې د طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړئ .
همدارنګه وړاندي طالب وياند زياتوې چې دالفتح عملياتو په لړکې دبلخ ولايت چهاربولوق په سيمه کې پرلويه لاره د دوي له لورې کمين نيول شوي وو چې په پايله کې دخارجيانو يو کورزين عراده موټر په مکمل ډول له منځه تللې مګر دهغه په وينا دمړو اوزخميانو دقيق شميره تراوسه نده معلومه .
تراوسه بهرنيانو هم څه ندي ويلې چې وزل شوي يا ټپيان شوي کسان څوک وول اودکوم هيواد پورې اړوند وول.