کور / تازه خبرونه / حکمتيار:دمالديپ غونډه د ايران لخوا تمويليږي

حکمتيار:دمالديپ غونډه د ايران لخوا تمويليږي



زه په تاسف سره وايم چي يو ځل بيا د افغانستان قضيه د نړيوالو کنفرانسونو او غونډو ښکار شوې. زمونږ د هيواد په قضيى کي ښکيل هيوادونه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه په يو يا بل نوم دخپلو مصالحو د تضمين لپاره غونډي او کنفرانسونه په بهرنيو هيوادونو کي ترتيبوي چي ګټي به يى د دوى هيوادونو ته رسيږي، نه د افغانستان بې وزله اولس ته.

په راتلونکو غونډو کي د ترکيى او مالديپ غونډي شاملي دي. د مالديپ غونډه د همايون جرير، چي د محترم حکمتار صاحب د شهيد شوي ورور اختر محمد زوم دى، له لوري ترتيب شوې، خو دا غونډه ايراني ايجنډا لري. پدى غونډه کي هيڅکه هم د محترم حکمتيار صاحب کوم ځوى يا ځوم  برخه نده اخستى. همايون جرير د ايران حکومت او د انګلستان استخباراتي شبکې MI6 سره ټينګ  روابط لري. په دى کي هيڅ نشته چي د مالديپ غونډه هم د قبرص د غونډي په څير د ايران له لوري په کامله توګه تمويل کيږي.

زه فکر نکوم چې د مجاهد ملت اصيل، پوه او مخلص نمايندګان دي په داسي بهرنيو غونډو کي برخه واخلي چي بهرنى ايجنډاوي لري او زمونږ د هيواد په قضيى کي ښکيل هيوادونه ورته ټول مصارف ورکوي.

لداسي بهرنيو غونډو څخه زه سل ځلي هغو غونډو او جلسو ته ترجيح ورکوم چي د افغانستان دننه دايريږي. که څه هم د افغانستان دننه د غونډو دايرول د دى معنا نلري چي بهرنى نفوذ به ورباندې کم وي، خو خبره دا ده چي د افغانستان د سرنوښت قضيه بايد د افغانستان په خاوره کي بحث او فيصله شي، نه په بهرنيو هيوادونو کي له بهرنيو ايجنډاو سره.