امريكې ته د حامد كرزي سفر :
د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزي دروان ميلادي كال د مې په مياشت كښې د امريكې د جمهور رئيس اوباما په بلنه امريكې ته يومهم رسمي سفر تر سره كړ . سره له دې چې د واشنګټن او كرزي تر منځ د اړيكو په آسمان كښې خړې پړې وريځې ګرځيدې راګرځيدې خو سره له دې بيا هم د جمهور رئيس كرزي تود هركلى وشو.
د واشنګټن له خوا د جمهور رئيس كرزي تود هركلي تاكتيكي شكل درلود . امريكائيانو بله چاره هم نه درلوده چې د جمهور رئيس كرزي په مقابل كښې يې بل شان برخورد كړى وې
.د واشنګټن غصه :
د افغانستان جمهور رئيس په دوو مواردو كښې دواشنګتن غصه را پارولې وه .
يو دا چې جمهور رئيس كرزي د ولسمشرئ په ټاګنو كښې غربي هيوادونه او غربي مسؤلين په دې تورن كړل چې د ولسمشرئ په ټاكنو كښې يې تقلب كړى دى .
دوهم دا چې حامد كرزي د ايران جمهور رئيس احمدي نجاد ته چې له واشنكټن سره دوستانه اړيكې نه لري ، بلنه وركړه چې افغانستان ته رسمي سفر وكړي. احمدي نجاد د افغانستان د جمهوري رياست د خطابې له ميز څخه د امريكې ضد خبرې وكړې چې د ا كار د واشنګټن د تشويش غضب سبب شو .
دا يو واقعيت دى چې د دوو هيوادو تر منځ دوستي په يو بل باندې د انتقاداتو د كولو پر اساس نه شي جوړيداى . دوستي دوستي ده او په دوستئ كښې رنجشونه او كيلې د دوستئ ستنې كمزورې كوي او ددواړو تر منځ په اړيكو كښې د باور او اعتماد تارونه شلوي..
په افغانستان كښې د امريكې اهداف :
خبره داده چې امريكائيان په افغانستان كښې ستر اهداف لري او له دغو اهدافو څخه يو مهم هدف د طالبانو د هغو مشرانو له منځه وړل او د طالبانو د قوت ختمول دي چې له القاعدې سره مفكوروي اړيكې لري . خو دې هدف ته رسيدل ډير ګران كار دى ، امريكائيان له زور څخه كار اخلي خو تاريخ ښودلې ده چې په افغانستان كښې هيڅ خارجي قوت په افغانانو د زور له لارې خپل هدف ته نه شي رسيدلاى.
په اوس وخت كښې د افغانستان د جمهور رئيس پاليسي داده چې له مخالفينو سره بايد د خبرو له ليارې ستونزې حل شي . د سولى مشورتي جرګه چې په راتلونكي مياشت كښې به په كابل كښې جوړه شي د همدې غرض د پاره جوړيږي چې په جرګه كښې د ګډون كوونكو مشورې او نظريات ښكاره شي . خو په دې جرګه كښې ښايي مخالفينو ته هم دعوت وركړ شي تر څو د هغوي مشورې او نظريات په اعتبار كښې ونيول شي ، كه چيرې دا كار ونه شي نو ددې جرګې فيصلې به يو طرفه وي او مخالفينو ته به د منلو وړ نه وي
په دې وروستيو كښې جمهور رئيس حامد كرزى کندهار ته يو سفر وكړ او هلته يې د کندهار له قومي مشرانو او مخور سره وليدل . حامد كرزي د کندهار خلكو ته ډاډ وركړ او دايې ورته وويل چې د کندهار د خلكو د خوښې خلاف به هيچا ته اجازه ورنكړي چې په کندهار حمله وكړي. دا خبر ه دا حقيقت څرګندوي چې حامد كرزى په کندهار كښې د امريكې او ناټو د اهدافو په مقابل كې يو لوى خنډ دى .
د حامد كرزي ددى موقف تر شاه دا لاندني واقعيتونه پراته دي :
1- حامد كرزى د افغانستان منتخب جمهور رئيس دى او مجبور دى چې د ولس غوښتنې په نظر كښې ونيسي. د کندهار د خلكو غوښتنه همدا ده چې په دې ولايت دې د ناټو له خوا حمله ونه شي ، ځكه چې د حملې په صورت كې هيڅوك دا تضمين وركولاى نه شي چې په دغه ولايت كښې به مدني خلكو ته مالي او ځاني تاوان ونه رسي.
2- دوهم دا چې ځيني هيوادونه لكه ايران او روس هم په کندهار د ناټو د قواو له حملې سره مخالف دي . كه دا حمله وشي او طالبان شكست وخوري نو امريكه به د طالبانو له شر څخه خلاصون ومومي ، دا هغه څه دي چې ايران اوپه افغانستان كښې د امريكې د سياستونو خلاف يو شمير نور هيوادونه يې نه غواړي . زما په نظر ايران او روسان غواړي چې امريكه په افغانستان كښې له شكست سره مخامخ شي. كه چيرې همداسې وي نو بيا داد ايران او روسانو ستره تير وتنه ده .
دا خبره په لاندنيو دلايلو كوم:
1- په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواوو په بركت ايران او روسانو ته ډيرې سياسي ، اقتصادي او فرهنګي ګټې رسيدلې دي. كوم نفوذ چې نن يې ايران او روسان په افغانستان كښې لري هغه يې د طالبانو د حكمرانئ په كالونو كښې نه درلود.
2- فرض كړئ كه د امريكې او ناټو قواوې له افغانستان څخه بهر شي نو ډير امكان لري چې يو ځل بيا طالبان قدرت ته ورسي او بيا به ايران او روسان په افغانستان كښې خپلې ګټې له لاسه وركړي.
. د افغانستان ستره ستونزه او د اوباما ستراتيژي :
د افغانستان ستره ستونزه دا ده چې دا هيواد تر اوسه پورې له داسې يو ملي قوي پوځ ،له داسې ملي قوي پوليسو او د امنيت له داسې يوې قوي ادارې له شتون څخه محروم دى چې وكولاى شي د افغانستان امنيتي مشكلاتو ته دپاى ټكی كيږدي.
تر څو چې زمونږ هيواد قوي اردو ، ملي پوليس او د امنيت يوه قوي اداره ونه لري تر هغې پورې به په هيواد كښې سرتاسري امنيت برقرار نه شي او مونږ به همداسې خارجي قواو ته محتاج يو او له بلې خوا به د خارجي قواو په شتون كې طالبان هم خبرو او مذاكرو ته په آسانه حاضر نه شي.
په هلمند باندې د امريكې حمله د افغانستان د پاره د اوباما د ستراتيژۍ لومړنی امتحان ؤ . ددې حملې هدف دا ؤ چې امريكائي او د ناټو قواوې سيمه د طالبانو له نفوذ څخه وباسي او هلته په سرعت سره ديو ځايي حكومت د جوړلو د پاره كار وشي خو متأسفانه د ناټو د نظامي مسؤلينو له څرګندونو څخه دا خبره جوته شوې چې افغاني قواوې ددې توان او وړتيا نلري چې د سيمې د امنيت مسؤليت پر غاړه واخلي ، او له بلې خوا دولتي مدني مامورين هم زړه نه كوي چې هغو سيمو ته د كار د پاره لاړ شي چې د طالبانو له ولكې څخه آزادې شوي دي . په هلمند باندې د حملې نه پس دا سيمه لا تر اوسه پورې د ناټو د قواو له خوا ساتل كيږي او ددې قواو د كنترول لاندې ده . اوس سوال دادی چې:
آيا دا امكان لري چې دا سيمه د ډيرې مودې د پاره همداسې د ناټو د قواو تر كنترول لاندې وساتل شي؟
ددې سوال ځواب دادى چې داكار امكان نلري .
د روان ميلادي كال د مار چ په مياشت كښې د ناټو يو جنرال دا څرګندونه وكړه چې ناټو د کندهار په يوه كليواله سيمه د حملې نيت درلود خو ناټو له دغې حملې څخه لاس واخسيت او دا كار يې ځكه وكړ چې افغاني قواوې دې ته آماده نه وې چې د حملې نه پس ددې سميې د امنيت د ساتلو مسؤليت پر غاړه واخلي . ددغه جنرال په وينا افغاني قواوې لا تر اوسه ددې وړتيا او چمتووالى نلري چې د ناټو د قواوو د مرستو پرته مسؤليت په لاس كې واخلي.
د باراك اوباما د ورستيو اظهاراتو په اساس .د 2011 كال له نيمايي نه له افغانستان څخه د امريكايي او ناټو قواو ايستل پيل كيږي. كه رښتيا همداسې وي نو بيا ښايي تر هغه وخته پورې افغاني قواوې وروزل شي او تقويه شي چې بيا په هلمند كښې د ناټو د قواو پر ځاى د امنيت چارې په لاس كښې واخلي.
په لوى کندهار د حملې تياري :
اوس امريكايي او د ناټو نظامي چارواكي په لوى کندهار د حملې د پاره تياري خبرې كوي . ددې حملې هدف له کندهار څخه د طالبانو ايستل او هلته د امنيت راوستل دي .
په لوى کندهار د امريكايي او ناټو د قواو حمله او كاميابيدل كوم آسان كار نه دى . ددې حملې په وړاندې دا ستونزې او خطرونه موجود دي:
* کندهار د هلمند په شان كوچنئ سيمه نه ده چې په آسانه تر كنترول لاندې راشي.
* کندهار لوي ولايت دى او د کندهار نفوس هم ډير زيات دى او طالبان پكښې قوي مركزونه لري .
* د حملې په صورت كښې د مدني خلكو د وژل كيدو خطرونه ډير دي
* د حملې په صورت كښې به د کندهار خلك له ځاني او مالي تاوان سره مخامخ شي .
* امريكايي او د ناټو قواوې د کندهار د خلكو په تقاليدو او عاداتو بلد نه دي .
* په کندهار د حملې د كاميابئ په صورت كښې بايد چې په كافي اندازه مجهزې افغاني پوځي قواوې او ملي پوليس موجود وي چې د حملى د كاميابئ نه پس دکندهار امنيت په سم ډول سره ونيسي. كه د امنيت چارې لكه په هلمند كښې د ناټو د قواو پرغاړه پاتې شي نو په دې صورت كښې به ستونز ې په دايمي شكل حل نه شي. او امريكايي او د ناټو قواو ته به په کندهار كښې د طالبانو او همداشان كاونډيو هيوادو له خوا درد سر نور هم زيات شي.
* پوځې قواوې او ملي پوليس بايد په فساد كښې لاس ونلري ، كه چيرې ددوي لاسونه په فساد كښې ككړ وي نو بيا نه شي كولاى خپلې دندې په ايماندارۍ او صداقت سره مخ په وړاندې بوځي . طالبان بيا كولاى شي د پيسو او رشوت په وركولو مفسد او رشوت خور پوځيان او پوليس د ځان په ګټه استعمال كړي
په حكومت باندې د کندهار د خلكو اعتماد :
څرنګه چې وويل شول په کندهار باندې د امريكې او ناټو د راتلونكې حملې هدف دا دى چې په طالبانو فشار راوستل شي تر څو مجبور شي او د مذاكرو ميز ته كښيني . دې هدف ته هغه وخت د رسيدو امكان شته چې په حكومت باندې د کندهار د خلكو اعتماد پيدا شي . دا اعتماد هغه وخت پيدا كيداى شي چې خلك دا احساس وكړي او په دې پوه شي چې حكومت واقعا او عملا ددوي د ژوند ټولو چارو ته خاصه پاملرنه او رسيده ګي كوي . د کندهار خلك د نورو ولايتونو د خلكو په شان ، په خپل ولايت كښې سوله غواړي ، په خپل ولايت كښې بيا رغونه غواړي ،په خپل ولايت كښې د تعليم او تربيې د چارو ښه كيدل غواړي ، په خپل ولايت كښې په فرهنګي ، اقتصادي ، امنيتي او نورو چارو ګښې بهبود او پرمختك غواړي ، په خپل ولايت كښې د انسان په شان انساني ژوند غواړي . كه د کندهار خلكو ته په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي ، فرهنګي ، امنيتي او نورو عرصو كښې خدمت ونه شي نو هغوي به د كرزي د حكومت په مقابل كښې طالبانو ته ترجيع وركړي.
په لوي کندهار او نور و جنوبي او شرقي ولايتونو كښې ترور او وژنې:
كه هر څه رانه وژنې فكر او خيال مې مه وژنه
په دې كښې مې وطن ته ډير تاوان ليدلى دى
مونږ په کندهار كښې د کندهار د ډير شمير مخورو ، فرهنګي ، سياسي ، ملي شخصيتونو د ترور شاهدان يو په کندهار او نورو جنوبي او شرقي ولايتونو كښې زمونږ .ډير مهم شخصيتونه وژل شوي دي او پښتون قام ته ډير سياسي ، فرهنكي ، فكري او علمي تاوانونه رسيدلى دى .
ددې قام ملي ، سياسي ، فكري او علمي څټې له منځه تللي دي چې كه نومونه يې واخلو نو دې ليكنه كې به ځاى نه شي .
د كرزي صاحب حكومت د دغو څټو د وژنو په مخ نيوي كښې پاتې راغلى دى. جمهور رئيس كرزى هيڅكله نه غواړي چې دده د وطن سياسي ، علمي ، فرهنګي فكرونه له منځه لاړ شي خو حالات داسې راغلي دي . په جمهور رئيس ډير فشارونه دي . په داخل كښې هم د يو شمير ډلو ټپلو او شخصيتونو له خوا تر فشار لاندې دى او همسايه هيوادونه هم د خپلو منافعو په خاطر په جمهور رئيس كرزي ډير فشار راوستى دى.
ايران په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواو په موجوديت تشويش لري . امريكه په افغانستان كښې د ايران د ورځ په ورځ زياتيدونكي نفوذ څخه تشويش كوي . پاكستان په افغانستان كښې د هند د نفوذ څخه خوښ نه دى. طالبان د پاكستان له خوا يوه آله ده چې له دې آلې نه په استفاده خپل اهداف تر لاسه كوي. هند هم په افغانستان كښې د پاكستان له نفوذ څخه په ويره كښې دى . روسان هم په افغانستان كښې اهداف لري . دټولو هغوهيوادو استخبارت چې د افغانستان په قضيه كې ذيدخل دي په افغانستان كې استخباراتي فعاليتونه كوي . په افغانستان كښې د باندنيو هيوادونود لاس وهنوپه نتيجه كښې له هر چا څخه د حل لار وركه شوې ده.
د ستونزو حل :
د ستونزو د حل او په هيواد كښې د سولې او استقرار د راتلو دپاره دا لاندني پيشنهادونه ، مشورې او خبرې په نظر كښې نيول ضروري دي.
* د افغانستان په مسائلو كښې د ټولو ذيدخله هيوادو تر منځ د افغانستان په سره اصولي توافق او مفاهمه.
* د بين المللي ټولنې لخوا د افغانستان په كاونډيو هيوادو فشار راوستل چې د افغانستان په كورنيو چارو كښې له لاس وهنو څخه لاس په سر شي.
* د امريكائي او ناټو قواو له خوا په بې ګناه خلكو د ړندو بمباريو بنديدل.
* په اقتصادي عرصه كښې د خلكو د اقتصادي حال ښه كول .
* د ملي اردو تقويه كول .په ملي اردو كښې د افغانستان ټولو قومونو ته د لياقت او اهليت په اساس برخه وركول .
* په ملي روحيه د ملي پوليسو روزنه او پالنه .
* د استخباراتو د ادارې تقويه كول .
* د ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت په ليكو كښې سياسي مسائلو ته خاتمه وركول.
* د لائقو او كار پوهو وزيرانو ، واليانو ، سفيرانو او چارواكو ټاكل
* د حكومت ادارۍ سيستم ته نوى رنګ وركول.
* د اداري فساد په ضد سمه مبارزه كول.
* په اردو كښې د هيواد ټولو قومونو ته د لياقت او اهليت په اساس كار وظيفه وركول .
* په اردو كښې د پشكي نظام اعاده كول
* د دولت له خوا د هيواد قومي ، ملي مشرانو ته اعتبار وركول او په ملي مسائيلو كښې له هغوي سره مشوره كول.
* په دولت كښې د هغو پوهو ، لائقو ، تعليم يافته ؤ پښتنو شاملول چې په ولس كښې محبوبيت لري او واقعا كولاى شي د پښتنو نمايندګي وكړي او د پښتنو ستونزو ته د حل لار پيدا كړي. په پښتنو كښې ډير شمير تعليم يافته پوهان شته چې كولاى شي د دولت دارئ په چارو كښې مرسته وكړي.
* د دولت له خوا د خارجي سياست د پاره يوه ستراتيژي جوړول او ددى ستراتيژئ له مخې خارجي سياست عيار ول .
* د هيواد قومي ، علمي ، ديني مشرانو ته اعتبار وركول او د هيواد په چارو كې د دوي نظرياتو ته ارزښت وركول.
* د جمهور رئيس حامد كرزي له خوا د پوهو ، وطن پرستو ، ايماندارو ، او صادقو مشاورينو ټاكل چې ده ته په مهمو مسائلو كښې صادقانه او مفيدې مشورې وركړي.
* د جمهور رئيس له څنګ څخه د نا پوهو او بې كاره مشاورينو لر كول . جمهور رئيس ته ښائي چې د خپلو مشاورينو په ټاكلو كښې له دقت څخه كار واخلي . يو مشاور چې جمهور رئيس ته غلطه مشوره وركړي ، له دې سره ټول دولت بدنامه كيږي.
* د ملي مسائلو په حل كښې د مشرانو جرګې ، او ولسي جرګې له غړو سره سلا مشورې كول.
زه فكر كوم دا به ښه وي چې د سولې په مشورتي جرګه كښې په دې خبره مشوره او خبرې وشي چې كومه لار غوره ده ؟
د دولت له مخالفينو په مقابل كښې له نظامي زور څخه كار واخيستل او كه له هغوي سره د سولې خبرې كول !
و من الله التوفيق