د پاکستان له سياسي سېټ اپ سره د خپل ټولټال اختلاف باوجود، په پارليماني حواله په آئين کي د اتلسم ترميم د پروسې برياليتوب د جمهوريت کاميابي وه. چا څه غوښتو او چا ته پکي څه ميلاو شو؟ ددې سوال کوم قناعت ورکونکی ځواب ځکه نه شي وئيل کېدی، چي په پارليمان کي د هغه قناعت تمه کله هم نه شي کېدی، د کومې چي عوام طلبګار وي. عوامي قناعت په انقلاب کي ممکن وي. نور چي څه کېږي، ښه به کېږي خو عوامي ژوند ترې اطمينان قبلولی نه شي. موږ ددې نظر خلک يو، چي تر څو بنيادي ډهانچه بدله نه کړل شي، د بدلون خوب سراب دی. بل په پاکستان کي د قومونو د تاريخ، اوسېدنې او مزاج بېل بېل نوعيتونه دي. دې تضاداتو ته وفاقي ډهانچه د حل ورکوونکي ځواب قابل نه شي ګرځېدی. په هر صورت اتلسم ترميم ځيني ډېرې مهمې نکتې لري، چي په پارليماني مبارزه کي د لوی اهميت حامل دي. د پارليمينټ او وزيراعظم آئيني اختيارات او د پښتنو د صوبې د نوم د بحالۍ تر څنګ ټول نکات د جمهوري رويې څرګندوي دي. خو کافي نه دی بلکې د آئيني تصحيح يو ښه کوشش دی. صدر زرداري د خپلې مهذبې او جمهوري رويې په ثبوت پنجاب ته لوی سياسي شکست ورکړ. د پښتونخوا پر نوم هم د زرداري رويې د لوړې درجې شايستګي لرله. برعکس پنجاب د هرې بې شرمۍ سهاره واخيسته. پنجاب په داسي حال کي چي ځان ته يې په آئين کي د دريم ځل اقتدار لار غوښته خو په څنګ کي يې د قامونو د جمهوري حقونو په مسخ کولو کي د هر ډول حربې استعمال کاوه. پنجاب پرون د پښتنو د شناخت آئيني حثيت د ملک سالميت ته د خطرې عمل ثابتولو خو نن يې د نورو صوبو د جوړولو خيال په خپله ايجاد کړ. د هزارې تماشه د پنجاب کشف کړې تماشه ده. مېډيا چي په څه ډول دا تماشه ايکسپوز او کوريج کړه، په دې کي له پښتنو سره د تعصب عنصر بنيادي وو. خو ددې په څنګ کي د پښتنو ردِعمل ډېر مهذب او جمهوري وو. پښتنو د پښتونخوا په جشن کي خپل قيمت په سرونو ادا کړ، مېډيا هيڅ ونه ويل برعکس د هزارې زيان په يو داسي شدت پېش کړل شو، چي لکه يوازې هم دا چي انسانان وي او يوازې هم دا چي د ژوند حق لري. د پنجاب د مېډيا او سياست په سترګو کي زموږ ژوند او د نورو ژوند د بېل بېل اهميت او نوعيت دی.
د ضياء الحق نوم د آئين نه ووتو خو د ضياء الحق اسلامايزېشن په ځاي پاتې شو. د ښځو او اقليتونو په حواله امتيازي قوانينو ته لاس ورنه وړل شو. هم دا قوانين به ضياء الحق بيا هم په آئين کي ژوندی ساتي. د ضياء الحق نوم خارج کول که هر څو اسان وو خو د پاکستان له رياستي و سماجي مزاج نه د ضياء الحق ويستل يو مشکل کار دی. ددې کار خواهش آئيني کميټۍ نه شو څرګندولی ځکه چي نواز لېګ د ضياء الحق د وراثت د تحفظ په جذبه په يو لوی اکثريت موجود وو. د پښتنو د شناخت تاريخي فېصله ومنل شوه، خو د پنجاب بدديانتي موثره ثابته شوه. آئيني ترميم قبايلي سيمو او د بلوچستان پښتون بيلټ ته هيڅ ورنه کړل. مذهبي اقليتونو ته هم پکي څه ميلاؤ نه شو. په نورو ټکو تهيوکرېسي او قرارداد مقاصد بيا هم مقدس پاتې شو، پردې اختلافي نوټ يوازې د اې اين پي له طرفه راغلو. هم دې ثابته کړه، چي په پاکستان کي سيکولر او جمهوري خلک څوک دي. اوس يوازې په سماجي حواله نه بلکې د سياسي نمايندګۍ له لارې هم ثابتېږي، چي څوک د انتهاء پسندۍ پشت پناهي کوي او څوک په سياست کي د جمهوريت او روشن فکرۍ روح توانمن غواړي؟ دا خبره اوس په هره حواله ثابتېدی شي، چي پنجاب د انتهاء پسندو هم ذهني آبياري کوي او هم يې په منظم چوکاټ کي د خپلو موخو لپاره په کار اچوي.
له آئين نه د ضياء د نوم له ايستلو سره د ضياء د معارفي کړي نظام د وتلو لپاره د کومې تګلارې نه وضع کول د عوامو په دوزخ کي د اوسېدلو عمر نور اوږدوي. په جديده نړۍ کي اوسېدل د رياست په انفراسټرکچر کي د پراخو تراميمو تقاضا کوي. دا تراميم د ژوند په هره څانګه کي پکار دي. په اوسني جهان کي اوسېدل چي کوم لوازمات لري، هغې ته تر اوسه د پاکستان سماج، سياست او مېډيا رضامندي نه لري. اثر ورسوخ لرونکی هر ارګان اوس هم د هغې آمرانه او جارحانه رويې حامل دی، چي سړي ته د سونو کالو وړاندي بدبودار شهنشايتونه وريادوي.
صوبايي خودمختاري په اوسني دور کي ډېره وروستو مسئله ده، چېري چي دا مسئله حل نه وي، هغه به يقيناً د ناکامو رياستونو په فهرست کي راځي. د صوبايي خودمختارۍ د يقيني کولو سره د خودمختارۍ د سنبالولو ادارې چي په کوم پوزيشن کي دي، ددې تعمير او پرمختګ به اوس هم د ډېر وخت او محنت نه ورستو ممکن وي. ځکه چي په پاکستان کي شپېته کاله ټوله انرجي پر دې صرف شوې ده، چي څه ډول دي استحصال، جبر او امريت ته د لارې هوارولو په لړ کي د ژوند په هر څانګه کي عوامي روح مفلوج وګرځول شي. د رښتينو عوامي سياسي تحريکونو په بلېک مېل کولو کي د هر ډول ناروا حربې استعمال شوی دی او نن هم دا کار کېږي. د پاکستان مېډيا چي دا اوس هم د سياست کوم ټرايل کوي، دا هسې تصادف نه دی بلکې په شا يې يوه منظمه ايجنډه فعاله ده. دا اينجډه چي په هر صورت وي، ټول واک د يو واړه اقليت په غېږ کي وراچول غواړي. هم دا کار د فيډرېشن سوچ متنازعه کوي او قومونه پر نوو لارو سوچ ته مجبوروي. دا لارې مختلف نتايج ورکولی شي. ځکه چي تر قيامته څوک صرف د حب الوطنۍ په جذبه خو ګزاره نه شي کولی بلکې قومونو ته خپله بقاء مهمه وي. نن يقيناً چي موږ د بقاء د مسئلې سره پر يو داسي پړاؤ ولاړ يو، چي دلته کي د نور برداشت او صبر ګنجایش نه پاتېږي. دلته کي موږ د خپل قامي وجود د ژغورلو لپاره پر جنګي محاذ ولاړ يو، موږ ته خپل قامي وجود مهم دی، زموږ لپاره دا کومه لازمي خبره نه ده، چي د چا د سرحدونو تحفظ وکړو او يا يې په لوبو کي پرېوزو. دا مسووليت چي د چا دی، هغه به يې تر سره کوي. د دوي په سترګو کي موږ له پېله متنازعه قام يو، دا اعتماد موږ پر داسي موقع بحالول نه غواړو، چي پر دوي باندې د ټولې دنيا غلا ثابته شوې ده. موږ د غل مخالفت که په کور کي وي او که په بهر کي د خپلې حقيقت پسندانه رويې له مخې لازمي پامو. موږ ته به په غلط وخت کي څوک د حب الوطنۍ سرټيفيکېټ نه راکوي، ځکه چي دا سرټېفيکېټ اخيستل په دنيا کي ځان له کار کتل دي.
په داسي حال کي چي د پاکستان مېډيا او سياست د نان ايشوز چاپېره اتڼ کوي، په پښتونخوا کي انسانيت په غميزو لړلی پروت دی. موږ دې غميزو ته د پاي د ټکي ايښوولو لپاره د يو نوي پلاننګ ضرورت لرو. ځکه چي دا د جدي فېصلو وخت دی. نن دا يوه خبره په ثبوت رسېدلې ده، چي د پښتنو درد يوازې د پښتنو درد دی. دا د پاکستان دردِ مشترک نه دی ځکه چي په دې درد کي څوک تر اوسه راشريک نه شو. د دوي سول سوسايټي او مېډيا، چي د پنجاب مفاد په خطره کي شي، نو د حب الوطنۍ په جذبه ټولو صوبو ته د پاڅون تبليغات پېل کړي خو چي په پښتونخوا کي ځنګل په ښار کي واکمنېږي، د هيڅ پاڅون خبره نشته. حد خو دا دی، چي ترهګرو ته په همدردانه استدلال کي دا ټولې کانې ور روا کوي. دا کور او دا کلی ګران ښکاري. قومونو ته څوک تاريخ او هيواد د حلوا په تال کي نه ورکوي بلکې ددې په شا د تحريکونو، مبارزو او قربانيو اوږده تاريخونه پراته وي. په کومه رويه او طريقه چي دوي دا “څيز” چلوي، دا د انسانيت لاره نه ده، دا د مهذبو خلکو ادا نه شي کېدی. په نوې نړۍ کي دا رويې او طريقې سياسي جرايم دي، سياسي ترهګري ده. پښتانه نن د دوي له دې سياسي جرايمو او سياسي ترهګريو سره لاس او ګرېوان دي. دوي تخريبي عناصر په منظمه توګه تربيه کوي او د پښتنو وطن له يې د خپلو سټراټيجکي مقاصدو د حصول لپاره رالېږي. موږ بايد د نجات پر نوو لارو سوچ وکړو، دا سوچ به د دوي د حب الوطنۍ د قفس نه په آزاد چاپېريال کي کول وي. دا د خپل حاکميت سوچ دی. په اوسنی جهان کي به پر ساينسي بنيادونو د مقاومتي مبارزې تکشيل کول وي.
khanzamankakar.kakar@gmail.com