" /> " /> " /> " /> د هندوستان په لوېدلې الوتکه کي تر ١٦٠ ډېر کسان مړه سول – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د هندوستان په لوېدلې الوتکه کي تر ١٦٠ ډېر کسان مړه سول video

د هندوستان په لوېدلې الوتکه کي تر ١٦٠ ډېر کسان مړه سول video

د انډين ايرلاين 737-800 ماډل IX-892 نمبر الوتکه نن سهار پر ځايي وخت شپږنيمي بجې د کرناټکې ايالت په منګلور ولسوالي کي راولوېده چي له امله يې تر ١٦٠ زيات کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د کرناټکې وزيراعلي ايدورپا وايي ايالتي حکومت ډېره هڅه وکړه چي د اور په لمبو کي راګير سپرلي وژغوري، خو له ١٧٣ کسانو څخه يوازي شپږ کسان په سخت ټپي حالت کي وژغورل سول.

د کورنيو چارو ايالتي وزير وايي په الوتکه کي ١٧٣ کسان سپاره وو، چي څلور ماشومان او ٦٠ تنه عمله هم پکښي شامل وو.
د انډين ايرلاين دغه الوتکه له دوبۍ څخه منګلور ته تر رسېدو وروسته په هوايي ډګر کي د ناستي پر مهال له ځغاست ليکي څخه لس کيلومتره ليري په يوه ځنګل کي راولوېده.
د کرناټکې د کورنيو چارو وزير (وي، ايس، اچاريا) وايي د الوتکي د لوېدو لامل تر اوسه نه دئ معلوم، خو ښايي له پيلوټ څخه د غلطۍ له وجي لوېدلې وي.

دا په په تيرو ١٤ کلونو کي د الوتکي د لوېدو تر ټولو بده پېښه ده چي رامنځته کېږي. په ١٩٩٦ کال د ډيلي په هوايي ډګر کي د قزاقستان او سعودي عربستان الوتکي سره ټکر سوې چي له امله يې ٣٤٩ تنه مړه سول.

د نننۍ پېښي په هکله د هندوستان ولسمشري پرتهيبا پټيل، صدراعظم من موهن سنګ او د کانګرس ګوند مشري سونيا ګاندي د پيغامونو په خپرولو له ولس سره ژوره خواشيني ښودلې او ژغورل سويو ټپيانو ته يې د لازمه طبي اسانتياوو د برابرولو حکم کړئ دئ.

بايد وويل سي چي دا په تيرو دوو مياشتو کي څلورمه الوتکه ده چي د نړۍ په مختلفو هيوادونو کي رالوېږي.

دوې مياشتي دمخه د پولنډ هيواد يوه الوتکه په روسيه کي د ناستي پر مهال ولوېده چي پر ولسمشر، وزيرانو او د پارلمان پر غړيو سربېره ١١٤ کسان پکښي مړه سول.
همدا راز درې اونۍ دمخه د ليبيا په طرابلس ښار کي يوه الوتکه د ناستي پر مهال ولوېده چي تر ١٦٠ ډېر کسان پکښي مړه سول او دريمه الوتکه د افغانستان په پامير شرکت پوري اړوند وه چي تيره اونۍ د پروان په غوربند ولسوالي کي د هوا د خرابوالي له امله راولوېده او ٤٤ کسان پکښي مړه سول.