د انګلستان مشهور فټبالر ډيويډ بيکم افغانستان ته د يوه نا اعلان سوي سفر په ترڅ کي هلمند ولايت ته ورسېدئ.
نوموړي ته د هلمند په يوه برتانوۍ پوځي اډه کي موسيقارانو تود هرکلى ووايه او په سندرو او سازونو يې له برتانوي پوځيانو سره ليدني ته بدرګه کړ.
راپورونه وايي د برتانيې د ملي لوبډلي پخوانى کپتان ٣٥ کلن ډيويډ بيکم به په هلمند کي د برتانوي او امريکايي پوځيانو او نظامي ډاکټرانو سره وګوري او په افغانستان کي د هغوى د پوځي خدمت ستاينه به وکړي.