د شمالي وزيرستان د بويه سيمي د سيدآباد کلي اوسېدونکي وايي د امريکا بې پيلوټه الوتکو پر يوه کور پنځه راکټونه فاير کړي چي له امله يې پنځه کسان مړه سوي او د دوو کوچنيانو او دوو مېرمنو په ګډون شاوخوا لس تنه ټپيان سوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي له خاورو څخه د خلګو راايستل دوام لري ښايي د مړيو شمېر تر دې ډېر سي.