کور / تازه خبرونه / اورکزى ايجنسي: ٢٥ جنګيالي وژل سوي دي

اورکزى ايجنسي: ٢٥ جنګيالي وژل سوي دي

د خيبرپښتونخوا له نيمه قبايلي سيمي اورکزى ايجنسي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د پوځ او وسله والو جنګياليو ترمنځ نښته کي ٢٥ طالب جنګيالي وژل سوي او پوځي سرچينې وايي دوه پوځيان يې ټپيان سوي دي.
د پاکستان پوځ وايي په سيمه کي به عمليات تر هغه وخته دوام وکړي چي اورکزى ايجنسي له طالب جنګياليو څخه پاکه کړي.
د پوځ په وينا په دې عملياتو کي سپکي او درنې وسلې هم د دوى لاس ته ورغلي دي.