د افغان حکومت، اسلامي حزب او طالبانو ترمنځ د سولي دوه ورځنۍ غونډه پاى ته ورسېده.
د دې غونډي يوه برخوال احمدسيدي د آزادۍ راډيو ته وويل چي په غونډه کي د اسلامي حزب څخه د حکمتيار زوم همايون جرير او د حکمتيار زوى فېروز ګډون کړى وو، د طالبانو له خوا مولوي عبدالرحمان هوتک او د افغان حکومت له خوا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې شاوخوا ٢٢ غړيو ګډون کړئ وو.
احمدسيدي چي خپله هم د دې غونډي برخه وال وو وويل، چي په غونډه کي هيڅ يوې ډلي خپل ځانته د امتياز غوښتنه نه کوله، يوازنى هدف يې له اوسني بحران څخه د افغانستان او افغانانو ايستلو ته د لاري لټول وو.
د سيدي په وينا ښايي د دې خبرو بل پړاو په سويس يا هم بيرته په مالډيف کي ترسره سي.
د آزادۍ راډيو د دې پوښتني په جواب کي چي ولي دغه غونډه په افغانستان کي نه جوړېده، نوموړي وويل چي د غونډي ځيني برخه وال د پاکستان څخه په راتګ کي د وېزې ستونزي درلودې او ځينو نورو بيا نه غوښتل چي په دې غونډه کي د بهرنيانو استازي موجود وي. د نوموړي په وينا د مالډيف د غونډي ټول برخه وال افغانان وو.
تر دې دمخه هم په مالډيف کي د طالبانو، افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ غونډه سوې وه، خو طالبانو او اسلامي حزب خپل ګډون پکښي رد کړى وو.