کور / تازه خبرونه / ارګون: پر سرحدي لېوا حمله سوې ده

ارګون: پر سرحدي لېوا حمله سوې ده

د پکتيا ولايت په ارګون ولسوالي کي د سرحدي پوليسو پر لېوا وسله واله طالبانو حمله کړې چي د دواړو خواوو ترمنځ نښتي دوام کړى دئ.
د پکتيا ولايت د سرحدي پوليسو قومندان شيراحمد کوچي آزادۍ راډيو ته وويل چي يوه ځانمرګي بريدکوونکي د پوستې سره ځان چاودلى او نورو ملګرو يې پر پوسته وسله واله حمله کړې ده.
د شيراحمدځاځي په وينا په دې حمله کي تر اوسه د يوه پوليس د ټپي کېدو خبر ورکړل سوئ دئ، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي اوو تنو ځانمرګو پر دې پوسته وسله واله حمله کړې او شاوخوا لس پوليس يې وژلي دي.
د مجاهد په وينا د جګړې پر مهال د لېوا له ودانۍ څخه د درنو چاودنو ږغونه اورېدل کېدل او د اور لمبې يې اوس هم پورته کېږي.