د امريکا د دفاع وزير وايي پاکستاني چارواکو هوکړه ورسره کړې چي په شمالي وزيرستان کي به عمليات شروع کړي، خو د وخت انتخاب د پاکستان سره دئ.
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل چي دوه لوړ پوړي مامورين د ملي امنيت مشاور جيمزجون او د سي، آى، اې مشر ليون پينتا پاکستان ته رسېدلي چي د پاکستاني مشرانو سره د شمالي وزيرستان د عملياتو په هکله خبري وکړي.
رابرت ګېټس وويل د پاکستان د پوځ تېر کال ويلي وو چي له شپږو مياشتو څخه تر يوه کال پوري په شمالي وزيرستان کي عمليات نسي کولاى، خو اوس هغه وخت تېر سوئ دئ او بايد پاکستان عمليات شروع کړي.
بلي خوا ته د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهرعباس وايي د امريکايي چارواکو سره يې په وزيرستان کي د عملياتو پيلېدل نه دي منلي.