د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له خوا يوه لويه مظاهره رابلل سوې وه..
مظاهره چيانو د کراچي په وسله والو حملو کي د پښتنو د وژونکو د عاملينو د محاکمې غوښتنه کوله.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ايالتي مشر عثمان خان کاکړ د لاريون پر مهال وويل: د دې وژنو تر شا د مهاجرو د قومي غورځنګ د فاشيسټانو لاس دئ او د خيبرپښتنوخوا حکومت (نيشنل عوامي پارټۍ) بايد په دې هکله جدي ګامونه پورته کړي. او که دوى د سند له حکومت سره حساب ونکړي، دا به په دې معنى وي چي نيشنل عوامي پارټۍ هم په دې وژنو خوشحاله ده.
عثمان خان کاکړ وويل چي د جمعې په ورځ به د بلوچستان په مرکز کوټه کي د دې پېښي د غندني په خاطر ټول کاروبارونه بند وي.
بلي خوا ته د پنجشنبې په ورځ د کوټي سره هم مهاله، په پښين، ږوب، کلا سيف الله او ځينو نورو سيمو کي هم په کراچي د پښتنو د وژنو پر ضد مظاهرې وسوې.
بايد وويل سي چي له تيرو درو ورځو راهيسي په کراچي ښار کي ٣٧ تنه پښتانه په وسله والو حملو کي وژل سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه