کور / تازه خبرونه / د جرمني ولسمشر افغانستان ته راځي

د جرمني ولسمشر افغانستان ته راځي

د جرمني ولسمشر هارسټ کيلير افغانستان ته په سفر راځي.
د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي د المان ولسمشر د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره نن پر ټلېفون وږغېدئ او د خپل سفر په پلان يې ورته ووايه.
دواړه مشران په ټلېفون کي د افغانستان او جرمني پر ګډو همکاريو هم سره ږغېدلي دي.
بايدوويل سي چي د الماني ولسمشر د راتګ نېټه غالباً د امنيتي اندېښنو له کبله پټه ساتل سوې ده.