د کندهار ښار په ختيځ کي هوايي ډګر ته نيژدې د ښورندام په سيمه کي يوه ځانمرګي بريد د ناټو پوځيانو مرګ ژوبله اړولې ده.
د چين د شينهووا آژانس د يوه افغان پوليس په حواله وايي چي ځانمرګي خپل موټر د ناټو ځواکونو له کاروان سره نيژدې چاودلى دئ، خو هغوى ته کوم زيان نه دئ رسېدلئ.
بلي خوا ته د احمدالله په نوم د پېښي يوه عيني شاهد شينهووا آژانس ته ويلي چي د ناټو يوې الوتکي درې تنه مړي د پېښي له ځايه پورته کړل.
د ناټو ځواکونو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دئ ښودلئ او نه هم د مړو عسکرو هويت په ډاګه سوئ دئ.