کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې کرزي ته د کار بندولو ګواښ وکړ

ولسي جرګې کرزي ته د کار بندولو ګواښ وکړ

د افغانستان ولسي جرګې ولسمشر کرزي ته ګواښ کړئ، چي که په دوو ورځو کي د کابينې پاته وزيران د اعتماد د رايي په خاطر ورته معرفي نکړي، دوى به د جرګې دروازې وتړي.
د ولسي جرګې ځيني استازي وايي ولسمشر کرزى په لوى لاس د کابينې د جوړولو چاري د نوي ولسي جرګې تر راتګ پوري ځنډوي. خو د افغانستان د جمهوري رياست وياند سيامک هروي وايي د پاتي وزيرانو د معرفت چاري اوس هم د ولسمشر کرزي په کارونو کي لومړيتوب لري او په څو راتلونکو ورځو کي به ولسمشر د پاتي وزيرانو ليست ولسي جرګې ته د باور دپاره ولېږي.
د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو کال پوره کېدونکى دئ، خو د ولسمشر کرزي د کابينې شاوخوا نيمى وزيران لا اوس هم د سرپرستانو په توګه کار کوي.
ولسي جرګې د جنوري او فبروي په مياشتو کي د ولسمشر کرزي کابينې ته دوه ځله رايه ورکړه، چي ١٤ وزيرانو د اعتماد رايه ترلاسه کړه.