د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچي ښار کي يو ځل بيا تاوتريخوالى پيل سوئ دئ. راپورونه وايي چي په مختلفو سيمو کي د وسله والو بريدونو له امله ٢٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دئ، ښوونځي تړلي او بازارنونه بند دي.
د راپورونو له مخي په ښار کي يو ځل بيا د بېري فضاء خپره سوې، په هره کوڅه، سړک او چوکونو باندي پوليس او پوځيان ولاړ دي.