يوې اسرائيلي ورځپاڼي د امريکا د ښکلا ملکه ريما الفقيه د لبنان د حزب الله له وسله والي ډلي سره په اړيکو متهمه کړې ده.
د ماکو په نوم يوې انلاين رسنۍ ليکلي چي د امريکا تر ټولو ښايسته نجلۍ د لبنان له تروريستانو سره اړيکي لري او د حزب الله د ګوند غړې ده.
راپور وايي ريما الفقيه د لبنان د يوې تندلاري شيعه کورنۍ څخه ده او د حزب الله له ډلي څخه کلک ملاتړ کوي.
خو د ريما کورنۍ او د لبنان رسنۍ د اسرائيلو دغه ادعا ردوي او وايي هغه له هيڅ سياسي ګوند سره اړيکي نه لري او ټولو اديانو ته د احترام په سترګه ګوري.
دوشپېته کلنه عفيقه چي د ريما عمه کېږي، وايي ريما نه يوازي خپله کورنۍ بلکي د لبنان د جنوب ټول اوسېدونکي سرلوړي کړل، غربيان موږ په تروريزم تورنوي، خو په حقيقت کي موږ له ښکلا، ميني او محبت سره مينه لرو.
بلي خوا ته د لبنان ولسمشر ميشل سليمان د ښکلا د ملکې په حيث د ريما پر انتخاب خوشحالي څرګنده کړې او هغې ته يې مبارکي ويلې ده.
خو د لبنان د حزب الله ګوند مرستيال حسن فضل الله وايي د ښځو په هکله زموږ (مسلمانانو) او لوېديځ معيارونه تفاوت لري.
ريما الفقيه لومړنۍ عربه ده چي په امريکا کي د ښکلا د ملکې په حيث انتخابېږي، هغه پروسږکال د ميشيګان ايالت تر ټولو ښايسته نجلۍ بلل سوې وه، خو سږکال يې د متحده ايالاتو د ٥٠ ايالتونو څخه د کال د تر ټولو ښايسته نجلۍ وياړ ترلاسه کړ.
ريما الفقيه د لبنان په جنوبي ښار صور کي زېږېدلې، اوولس کاله دمخه امريکا ته مهاجره سوې، ٢٤ کاله عمر لري او د بيزنيس منيجمنټ په رشته کي يې لوړي زدکړي کړي دي.
ريما الفقيه په ٢٠٠٨ کال د لبناني امريکايايانو په منځ کي هم د ښايستې نجلۍ په حيث ټاکل سوې وه.