کور / تازه خبرونه / هرات: د اېران پر ضد مظاهره روانه ده

هرات: د اېران پر ضد مظاهره روانه ده

د هرات په ولايت کي د اېران د حکومت د هغي پرېکړي خلاف مظاهره روانه ده، چي د ٣٠٠٠ افغان بنديانو د اعدام په هکله يې کړې ده.
راپورونه وايي په دې مظاهره کي داسي مېرمني هم دي چي دوه غبرګ زامن يې د اېران حکومت تېره مياشت اعدام کړي دي.
د اېران د دې پرېکړي خلاف تر دې دمخه هم په هرات، فراه، ننګرهار او کابل ولايتونو کي مظاهرې سوي وې او له افغان حکومت څخه يې په دې هکله له اېران سره د جدي خبرو غوښتنه کړې وه، خو د افغانستان حکومت د اېران سره د اړيکو د نه خرابۍ په خاطر تر اوسه د ولس پر دې غوښتنه غوږونه کاڼه اچولي دي.