کور / تازه خبرونه / دزابل ولایت نه دقلات ږغ راډیو په خپرونو پیل وکړ!

دزابل ولایت نه دقلات ږغ راډیو په خپرونو پیل وکړ!

نن دزابل ولایت مرکز قلات اړوند دقلات ږغ راډیو په خپرونو پیل وکړ، داراډیو چه تر دامهاله پکښی ددی ولایت لس تنه ځوانان کار کوی او بیلا بیلی خپرونه پر مخ بیایی په لږ موده کی دنورو راډیو ګانو په پرتله دخلګو په زړونو کی یی زیات ځای پیداکړی دی.
دقلات ښاریوتن اوسیدونکی بسم الله چه ددی راډیو اوریدونکی دی لراوبر ته وویل چه دا ډیره ښه راډیو ده ځکه چه له یوي خوا څخه دخلکو ومشکلاتو ته زیاته پاملرنه کوی او له بل لوری وخلګو ته ددی زمینه برابروی چه خپل مشکلات ددولتی چارواکو سره په مستقیم ډول شریک او دحل لاره تری راوباسی.
همدارنګه دزابل دژورنالستانو داتحادیه ریس بشیر احمد فیضان وایی چه دا یوه ډیره ښه راډیو ده او پکښی دخلګو دزړه خپرونی خپریژی او ددی ترځنګ یی ددی ولایت ځوانانو ته دکار زمینه برابره کړيده ،داراډیو دمرکز قلات ترځنک په غرنیو ولسوالیو کی هم کار کوی او دنورو راډیو ګانو په پرتله یی په ډیره لږ موده کی تر حد زیات اوریدونکی خپل کړی دی.
دالمړنی غیر دولتی راډیو ده چه په مرکز قلات کی فعاله کیږی او دولایت په زیاتره غرنیو سیمو کی کار کوی، نوموړیه راډیو پر 94.00 اف ایم څپه نشرات کوی چه په ۷۰ کیلومتره لری سیموکی هم اوریدل کیږی .
سمیع الله سعادت چه ددی راډیو مسول دی وایی چه داراډیو به ډیر ژر دنړیوال جال یا انټرنیت سره وصل شی چه اوریدونکی وتوانیږی چه ددی راډیو څخه دزابل ولایت په حالاتو دنړی په هرګوټ کی خبر شی، نموړی وایی چه پداسی خپرونو به پیل وکړی چه پکښی ددی ولایت دمشکلاتو په هکله خبری اتری او دهغوی دپاره دحل لاره پیداکړی، سعادت وایی چه ترټولو اولیت به ودینی خپرونو ته ورکړی او بیا به خلګو ته دتعلیم دحاصل کولو دپاره یوه تبلیغاتی خپرونه جوړه کړی تر ځو خلګ وهځوی ودی ته چه تعلیم وکړی
سعادت همداراز زیاتوی چه دوی پلان لری چه خپل ټول کارکوونکی دځوانانوڅخه انتخاب کړی، سمیع الله سعادت له ټولو شرکتونو، دولتی او غیردولتی موسیساتو څخه غوښتنه که چیرته دوی کوم تجارتی اعلانونه لری نو دوی ته دی مراجع وکړی، سعادت وایی چه ددوی راډیو همداوس ۱۶ ساعته خپرونی پر مخ بیایی چه ډیر ژر به دا خپرونی ۲۴ ساعته کړی
نوموړی وایی چه دراډیو کارکوونکی یی دزابل ولایت دبیلا بیلو ولسوالیو اوسیدونکی دی
دیادونی وړده چه په زابل کی دالمړی غیر دولتی راډیو ده چه په خپل کار یی پیل وکړ، دپامه دنه وی وتلی چه یوه بله راډیو چه دولتی راډیو ده دزابل راډیو په نامه خپرونی لری چه تر۴۵ کیلومتره ساحی پوری کار کوی ،