طالبانو خبر ورکړ چی د بلخ ولایت څخه په کابل کی د بلخ د والی ( عطا محمد ) خاص ملګری ابراهیم خان چی د شولګری او کشندی ولسوالیو تر منځ د ریګونو سیمی ته په خپل موټر کی په سیل راغلی و ، نن د طالبانو د کمین سره مخامخ سو او ځای پر ځای ووژل سو . موټر یې تخریب او وسلې یې طالبانو یووړې . خبر وایی چی دا یو ډیر غټ قوماندان و چی خلک ورڅه په عذاب وو .
خبر زیاتوی چی د الفتح عملیاتو په تر څ کی په غزنی ، مارجه ، ګریشک ، جلال آباد ، اندړو ، ګردیز ، ترینکوټ ، ارغنداب ، جغتو ، جانی خیلو ، فراه ، نادعلی ، وردک او لوګر کی هم پر خارجی او داخلی پوځیانو سختی حملې سوي او درانه تلفات ور اړول سوي دي .