کور / تازه خبرونه / د افغان جګړې مصارف به تر یو ټریلیون ډالرو هم واوړی

د افغان جګړې مصارف به تر یو ټریلیون ډالرو هم واوړی

د امریکا ( آی . پی . آیس ) خبری شبکه د مشهورو تحلیل ګرانو په حواله راپور ورکوی چی د افغان جګړې مصارف په سرعت سره ډیریږی او ښایی د ۱٬۵ څخه تر دوو ټریلیونو ډالرو پوری زیات سی . د میلکن انسټیټیوټ څخه مایکل انټری لیګېټر وویل چی « موږ کټ مټ د شورویانو غلطۍ تکراروو . . . چی هغوی بېله دې چی خپل حتی یو هدف ته هم ورسیږی په ناکامۍ سره ووتل . . . ولی باید موږ د افغانستان په دغه بایلونکې جګړه کی پیسې مصرف کړو او هلته د شوروی غوندی سو ، حال دا چی باید هغه مو په خپله جامعه کی مصرف کړي وای ؟ » ده وویل چی د دې جګړې مصارف ښایی د یو نیم څخه تر دوو ټریلیونو ډالرو پوری سی .
یو بل تحلیلګر « پم برټن » وویل چی « موږ طالبان د عوامو څخه نسو تشخیص کولای او ځکه نو بی شمیره ملکی خلک وژنو » . یو بل شنونکی « مایکل لینډ » وویل چی « هر څوک په دې بیرېدل چی که موږ راووځو ، نو کورنۍ جګړه به پیښه سی او منطقوی ځواکونه به د یو او بل لورې تر خوا ودریږی . آیا هغسی حالت به تر دې هم بد تر وی چی هره ورځ امریکایی پوځیان هلته د لاسه ورکوو ؟ همدا اوس هلته کورنۍ جګره روانه نه ده ، او سیمه ییز ځواکونه د یو او بل تر خوا ولاړ نه دي ؟ »
شنونکي وایی چی د امریکایی ټولنې له دننه څخه د افغان جګړې پر خلاف ږغ کرار کرار ډیر او پراخیږی .