د پكتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د يو ځانمرګي بريد له امله يو ملي پوليس وژل شوى اوبل يې ټپي دى .
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چې دا ځانمرګى بريد په داسې حال كې شوى چې كله ځانمرګي بريد كوونكي د بهرنيو ځواكونو پوځي اډي ته له چاودېدونكو توكو سره د ننه كېدو هڅه كوله چې پوليسو د هغه د ننوتلو مخه ونيوله او تر ننوتلو وړاندې يې ځانته چاودنه وركړه چې له امله يې يو پوليس ووژل شوو او بل يې ټپي شوو .
سمون وه ويل چې د بريد كونكې پيژندنه تر اوسه نه ده شوي
د دې بريد مسؤليت تر دا مهاله لا چا په غاړه نه دى اخيستى .
د همدي ولايت د زرمت په ولسوالي كې هم نن يوه بجه د بهرنيو ځواكونو او طالبانو تر منځ نيږدي يو ساعت نښته شوي
دغه جګړه د زرمت ولسوالۍ د نوي كډوس په سيمه كې شوې ده
وسلوالوطالبان دعوه كړې ده چې په ياده سيمه كې يې په بهرنيوځواكونولومړى د ماين چاودنه كړې او بيايې بريد پرې كړي چې له امله يې نهه تنه بهرني عسكر وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان كړي
د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په بريد كې ددوئ يو كس وژل شوى او بل يې ټپي دى
خو په سويل ختيځو سيمو كې د ناټو د رسنيو دفتر شمشاد ته وويل چې د زرمت په ولسوالۍ كې ددوئ په موټر پسې د سړك غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو عسكر ټپي شوى
ناټو نور ياد شوي زيانونه بيبنسټه او دروغ وبلل
د يو بل خبر له د پكتيكا ولايت د خوشامند په ولسوالي كې يو ملكې وګړى د يو ځاي پرځاي شوي ماين په چاودنه كې وژل شوي .
د والي وياند مخلص افغان وه ويل چې چاوديدونكې توكې په يو بايسكل كې ځاي پرځاي شوي وه چې چاودنه يې وكړه