يوه مهمه پوښتنه : ولې افغان دولتونه تل کمزوري او په افغانستان کې تل يا زياتره بې ثباتي وي؟
افغانستان په تاريخي لحاظ يو وياړمن هېواد دى. نړۍ ته يې د خپل نفوس او موقعيت په تناسب ډېر رهبران وړاندې کړي دي او د دې سيمې په ثبات ټینګولو او نړیوال تمدن ته د علم او ادب په ورکولو کې يې زياتره مهم رول درلودلى دى .
له دې سره سره په دې هېواد کې دولتونه زياتره کمزوري، کم وسه او له بې ثابتۍ، داخلي او بهرنيو لانجو، جنجالونو او کړکېچونو سره مخ وي .
ددې يو مهم سبب دادى، چې افغانستان يو غریب او بېوزلى هېواد دى، موجودې منابع يې په نشت حساب دي او که څه شى لري هم؛ تر ځمکې لاندې او را اېستل شوې نه دي .
د دولتونو کمزوري او د ثبات نشتوالى، چې طبعاً د منابعو له کمښت سره مل وي د دې سبب شوي، چې ولسونه او نسلونه له تعليم، زده کړې او پوهې بې برخې پاتې شي او که يو څو تنه د کار خلک پکې پيدا هم شي؛ نو هغه يا په ژوند يا مرګ له هېواده ورک شي او که پاتې هم شي؛ نوپه يو ګل نه پسرلى کېږي . د پوهې او مهارت نشتوالى له فقر او بې وزلۍ سره يوه معيوبه دوره جوړوي، چې ناپوهي فقر او فقر ناپوهۍ ته لا ډېره زمينه برابروي او معيوبه دوره لا تشديدوي، چې دا معیوبه دوره د دولتونو د کمزورۍ اود هیواد د بې ثباتۍ سبب کېږي .
ناپوهه او کم پوهه وګړي، چې خپله ولږه او بې وزلي تنګ کړي؛ نو د کوچنیو انګېزو د پیدایښت په صورت کې ډېر ژر د خپلو حکومتونو سستې پايې نړوي او لږ و ډېره راټوله شوې هستي يې تالا کوي . دوی هغه وخت لا بريالي وي، چې په حکومتونو کې کومه دیني کمزوري وویني او پر خلاف یې دجګړې جواز هم پیدا شي.په دې صورت کې بیا د دوی ذهن او روان تسکين وي، او کومه وجداني غلطي نه احساسوي .
که دولتونه کمزوري او غریب نه واى او د ملي ستراتېژۍ په رڼا کې يې د کليو او ښارونو خلکو ته يو شان امکانات برابرولاى شواى؛ نو خلکو به خپل دولتونه نه تالا کول . د ابن خلدون د وينا له مخې هغه وخت، چې ښاريان نرم، پاسته، خوش ګوزران او عياش شي؛ نو شاړ، زيږه او وږي غريبان او کليوال يې ډېر ژر تالا او چور کړي. دا وينا دلته ښه تطبيقېږي .
افغان ملت يو نامتجانس ملت دى، چې له ګڼو قومونو او نژادي ګروپونو جوړ او هیواد یې د بېلابېلو کلتورونو او فرهنګونو د مخامختيا مرکز پاتې شوى دى . فقر، ناپوهي، سخته جغرافیه او اقلیم، د لارو کموالی، د فابریکو او صنعت کمی، بې امنیتي او بې ثباتي ټول له دې سره منفي مرسته کوي، چې دا ملت نامتجانس پاتې شي، او د تمدن، پرمختګ او د ملت په يوه لوښي کې د بېلابېلو قومي او ګروپي هويتونو د پوره حل پر لور يې يون پڅ، ورو، ټکنى او ځنډنى شي .
دا چې دولتونه کمزوري او بې ثباته او ولس په ناپوهۍ او فقر کې ګېر دى؛ نو دولتونه او ولسونه پر دې نه دي بريالي شوي، چې يوه واحده او روښانه ملي ستراتېژي ولري .
يوه طبيعي بدمرغي مو داده، چې د افغانستان جغرافيايي- سياسي موقعيت داسې پېښ شوى، چې د لويو فاتحانو د څلور لاري په توګه د وخت او زمان د هر زبر ځواک پام ځانته را اړوي . زړه خوږي او خواخوږي مفکر الفت صاحب ډېر ښه ويلي وو:
نه اپلاتون نه ارسـطو راځي يونانه ځنې
اېستلې توره سکندرپه دغه خوا راځي
رښتيا که سکندر د نړۍ په هاغه سر يونان کې امپراتورېږي؛ نو اېستلې توره پر دې لور راځي، چنګېز، تيمور، بابر، نادر، شوروي اتحاد او ځينې نور، خو لا يو څه په ګاونډ کې وو؛ خو انګرېز او امريکا هم، چې زبرځواک شي، پر دې هېواد يرغل راوړي . بيا هم د الفت صاحب خبره: (په دې هیواد نه د مسلم رحم راځي او نه د کافر) د لويو- لويو معنوي او انساني شعارونو لرونکي فاتحان هم، چې دلته راغلي؛ نو دې غرونو او تړو او زامنو يې ورسره مقابله او مقاومت کړى او دغو فاتحانو او مغرورو زبرځواکونو ترې کله “کله منارونه” جوړ کړي، او کله یې “پوليګونونه” او “ليلې دښتې” د دوی په مړو ډکې کړې دي .
يو بل مهم سبب دا هم دى، چې پښتون قام، چې د نورو وروڼو قامونو د مشر ورور مسووليت ور تر غاړه دى، د ډېرو سترو مقاومتونو په نتیجه کې کمزوى شوی، بدمرغه او په ستونزو کې ګېر دى . دا خبره ما له يوه هزاره افغان نه د باميانو په يکاولنګ کې زده کړه: نوموړى، چې د حقوقو او سياسي پوهنو ماسټر و، استدلال یې کاوه، چې افغانستان د وروسته پاتې هېوادونو په شان په سنتي، عنعنوي او قبايلي لارو چارو کنټرول شوى او کنټرولېږي؛ خو زموږ مشر ورور په داسې ستونزو کې اخته او دښمنانو دومره ټکولى دى، چې د مشرۍ بار وړل ورته ګران شوي دي. ده ويل، هر ماښام دعا کوي، چې کوز پښتانه خداى بېرته له نورو افغانانو سره يو ځاى کړي، چې محور پياوړى او د افغانستان ثبات تضمين شي . که ثبات نه وي؛ پرمختيا، اقتصادي ښېرازي او تعليمي روښانتيا هغه څه دي، چې لاسته راوړل يې ډېر ګران دي او که لاسته راشي هم، ساتنه او تداوم يې ستونزمن کار دى. زموږ نيم بدن بايد بېرته پوره شي او يا يې بديل حل لارې پيدا شي . له بلې خوا د افغانانو قبیلوي سیستم او په ګرانو، لرې او پيچلو سیمو کې یې له ښارونو او مدنیتونو لیري اوسیدل هم د بې ثباتیو سره مرسته کړې ده .
که افغانان غواړي، چې په يوه با ثباته هېواد کې يو مشروع او پياوړى دولت ولري، چې دوى ته نېکمرغي او خوشحالي راولي او هیواد ته یې سوله او ثبات؛ نو بايد د دغو سببونو د حل لپاره کار وکړي .
دا به يوه اوږده او ستونزمنه ، ګرانه او پېچلې پروسه وي خو ناممکنه نه ده. هيله، اميد، ژمنه او عزم غواړي او د کار، فکر او عمل زړور خلک.