کور / تازه خبرونه / ننګرهار: والي د ولايتي شورا ټول شرطونه ومنل

ننګرهار: والي د ولايتي شورا ټول شرطونه ومنل

د ننګرهار والي ګل اغاشېرزي د يوې غونډې په ترڅ کې د ولايتي شورا ټولو قانوني غوښتنو او واکونو ته غاړه کېښوده. په دې ناسته کې چې د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، دننګرهار ولايتي شورا غړيو، والي ګل اغاشېرزي، دولسمشرد شکايتونو اورېدو د دفترمشر اسدالله وفا، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال فضل هادي مسلميار، دمدني ټولنو استازو او د ټولو دولتي ادارو رييسانو ګډون کړى و. په پيل کې د ولايتي شورا مشر نصرت الله ارسلا وويل (( د اداري قساد پرضد مبارزه مو يوازينۍ هيله ده، نه دچا له ذات سره دښمني لرو اونه هم دچاسپکاوى غواړو)) نوموړي د يوشمېر خلکو هغه اوازې په کلکه وغندلې، چې وايي ولايتي شورا د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي. ښاغلي ارسلا زياته کړه دوى پتېيلې چې په دولتي اداور کې به سمون راولي، او ددې کار لپاره به ډېر ژر په عملي اقدام لاس پورې کړي. د ننګرهار والي ګل اغاشېرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دى د ولايتي شورا ټولو غوښتنو ته چمتو دى او کوم واکونه چې قانون ورکړي په سر سترګو يې مني. نوموړي زياته کړه (( د ستونزو د حل لپاره دې يو کميسيون جوړ شي او څارنوالان دې لومړى ماتعقيب کړي، که ګرم وختم قانون ته مې وسپارئ )) نوموړي ژمنه وکړه، چې ټول رييسان به ولايتي شورا ته د خپلو کارونو په اړه معلومات ورکوي او که هر تن په فساد ککړ وپېژندل شو دقانون منګلو ته به يې سپاري. د غونډې په پاى کې د ولسمشر کرزي د شکايتونو اورېدو د دفتر مشر اسدالله وفا وويل چې تر دې وروسته به د ننګرهار ولايتي شورا او ځايي چارواکي په ګډه يو کميسيون جوړوي او خپلې چارې به مخته وړي. نوموړي زياته کړه که د ننګرهار چاوراکيو په دې برخه کې ناغيړي وکړه او قانون ماتوونکي يې د قانون منګولو ته ونه سپارل، نو نېغ په نېغه به ولسمشر کرزي ته شکايت کوي. د ننګرهار ولايتي شورا د دويمې دورې نوي وکيلان له لومړي سره دولايتي ادارې سره له دې امله په ناندريو واوښتل چې په وينا يې په دغه ولايت کې دفساد کچه تر چتې لوړه شوې ده او ځايي چارواکي يې په کابو کولو کې پاتې راغلي. د ننګرهار ولايتي شورا تر ډېرو ناندريو وروسته په دې وتوانېده، چې پر ځايي چارواکيو او والي ګل اغاشېرزي خپل قانوني صلاحيتونه ومني.