د UAE AIRLINE په نوم هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ په لومړي ځل افغان پلازمېني کابل ته پرواز وکړ، چي وايي تر دې وروسته به هره ورځ له کابل څخه دوبۍ او له دوبۍ کابل ته الوتني ولري.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت چارواکو د ققنوس آژانس ته ويلي چي د عرب اماراتو د شرکت الوتني د هوايي خدماتو په برخه کي د پام وړ پرمختګ دئ او دوى هيله لري چي په نيژدې وختونو کي به د نورو بهرنيو شرکتونو الوتني هم افغانستان ته شروع سي.