کور / تازه خبرونه / طالبان :د الفتح په عملیاتو سره مو سخت تلفات اړولي دي

طالبان :د الفتح په عملیاتو سره مو سخت تلفات اړولي دي

طالبانو خبر ورکړ چی د الفتح عملیاتو په ترڅ کی یې په زیاتو ولایاتو کی پراخی حملې کړي چی ګڼ شمیر بهرني او داخلی پوځیان یې وژلي دي ، مثلأ : ۱ ـ د لوګر د پُل علم په پښتون آباد کی دوه امریکایی زرهپوشونه تباه سول ، ۲ ـ د پکتیکا د یوسف خیلو د الله اکبر دښت ته نږدې یو امریکایی زرهپوش د ماین ښکار سو او ۶ پوځیان یې مړه او ټپیان سول ، ۳ ـ د پکتیا د زرمت د مموزو د کوهی کرو په سیمه کی د امریکایانو یو غټ دوه منزله ټانک په ماین والوزول سو او ۴ پوځیان یې له منځه ولاړل ، ۴ ـ د هلمند د باباجی د بکوایانو په کلی کی د ناټو پر بېس سخته حمله وسوه چی تلفات یې تر اوسه معلوم نه دي ، ۵ ـ د هلمند د ګریشک په آوبازانو کی د امریکایی خاصو ځواکونو موټر په ماین والوزول سو او ۹ کسه یې ووژل سول ، ۶ ـ د هلمند دمارجې په « عبدالرحمن چهارراهی » او « قصاب چارراهی » کی یو یو امریکایی د کمین ښکار سو او په « چینه والو بلاک » کی یو زرهپوش د ماین خوراک سو .
خبر په دلارام ، بادغیس ، کندهار ، وردک ، ننګرهار ، ارزګان ، کاپیسا ، نیمروز ، تخار او کندز کی هم د سختو حملو او تلفات اړولو اطلاع ورکوی .