ناټو وايي په افغانستان کي يې دوه نور عسکر نن د طالبانو په ماين وژل سوي دي.
د ناټو قومنداني د وژل سويو کسانو هويت او د پېښي اصلي ځاى نه دئ په ګوته کړئ، خو وايي د افغانستان په جنوب کي د ماين چاودني وژلي دي.
تر دې دمخه د اېټاليا د بهرنيو چارو وزارت په بادغيس ولايت کي د خپلو دوو عسکرو د مړيني خبر ورکړى وو.
په دې حساب د ناټو د ټولو عسکرو شمېر سږکال ٢٠٠ تنو ته ورسېدئ.