د کندهار ولايتي مقامات وايي پرون يې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز د طالبانو ډله ايزه حمله شنډه کړې او درې تنه بريدکوونکي يې وژلي دي.
د شينهووا آژانس د کندهار د پوليسو د يوه وياند محمدنصير له خولې خبر ورکوي چي بريدکوونکو د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز حمله وکړه يوه تن يې ځان وچاودئ چي له امله يې څلور پوليس ټپيان سول، خو درې نور بريدکوونکي د پوليسو په جوابي ډزو کي تر چاودنو دمخه ووژل سول.
که څه هم د دغسي حملو مسئوليت معمولاً وسله وال طالبان پر غاړه اخلي، خو د پرونۍ حملې مسئوليت نه تر اوسه طالبانو منلى او نه يې هم کومي بلي ډلي په هکله څه ويلي دي.