په مرکزي افغانستان کي د طالبانو په يوه حمله کي درې پولنډي عسکر ټپيان سوي دي.
په افغانستان کي د مېشتو پولنډي عسکرو قومندانۍ ويلي چي دغه پېښه پرون په غزني ولايت کي د پولنډي عسکرو مرکز څخه شل کيلومتره ليري هغه مهال رامنځته سوه چي عسکر دپلي ګزمې دپاره دباندي راووتل.
پولنډي عسکر د کوم سرتيري وژل نه مني خو وايي درې تنه يې ټپيان سوي دي.
پولنډ په افغانستان کي ٢٦٠٠ عسکر لري چي د ناټو تر مشرۍ لاندي په غزني ولايت کي له طالبانو سره په جنګ بوخت دي.